سل د ومره او

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41285

دخبریدو نیټه : 2011-01-04

سل د ومره او

ليكوال : صاحب زاده

 

                                                                                                                                                 

د پښتنو  بعضي متلونه دا سي ريښتوني وي چي سړي ورته ګوته په غاښ شي چي دا څومره ريښتوني دي او سړي داسي فكر كوي لكه په عين داسي حالت كي يي ويلي وي چي كوم سره سړي مخ شي نو يو ددغه متلونو څخه پورتني متل دي كوم چي ما د خپلي ليكني دپاره د سرخط په شكل غوره كړلو او هغه دا چي كله داسي يو څوك ومري چي د هغه تشه سل كسه هم نه شي ډكولي او بعضي وخت كي خو يي په نيژدي شا او خوا كي يي سړي بديل او مثال نه وويني چي ددي متل مصداق يو هم محترم مرحوم مولوي عبد الوهاب دي نوموړي د حاجي عبد الغفار ځوي د  سيد مسعود لمسي په قوم صاحب زاده  دنن څخه څه دپاسه څلويښت كاله ړومبي  د ننګرهار ولايت د خوګياڼو په ولسوالي كي د كوزبهار د شيرگړ په كلي كي د حاجي عبد الغفار په متدينه او اسلام پاله كورني كي  دي فاني نړي ته سترګي غړولي وي  ، د هماغه وړكتوب څخه يي دين او مذهب په لور نظر وو نو هماغه  وو چي لا وړوكي وو د خپل كلي امام څخه يي د سبق ويل شروع كړل او لا يي د خپل عمر اوه كلن سپرلي نه وو ليدلي چي  د قرآن پاك سبق او ورسره يي په څنګ كي بعضي مروجه كتابونه لوستل سرته ورسول دا چي مرحوم پوره ذهين  شخص وو د كورني د ټولو غړو په مشوره د زياتو ديني كتابونو د لوستلو د پاره يي څو كاله وروسته د ننګرهار تر ټولو مشهوري مدرسي ته يعني د نجم الدين اخونزاده  مدرسي ته چي په نجم المدارس او هډي مدرسي په نومو مشهوره وه وليږلو او هلته بيا  ترټولو همزولو څخه  مخګي وو خو د وخت جبر هغه ديته پرينښودلو چي د هغه او د كورني ارمان يي پوره شي چي د هډي مدرسي څخه فارغ شي او د فضيلت دستار وتړي ځكه چي په هيواد د كمونيستي دوري سپيره  بادونه رالګيدلي وه او د مرحوم په شان اسلام پالو او په دين مينو ځوانانو نه شو كولي چي خپل هيواد د كمونستانو او د روسانو د غلامانو په پنچو كي وګوري نو هماغه وه چي د عملي مبارزي ميدان ته يي راودانګل او د وخت د واكمنو دپاره د سترګو ازغي شو نو هماغه وو چي دده د نيولو په خاطر يي دده په كور او هم  دمدرسي په خونو چاپي واچولي خو دا الله وساتلو خو ده بده مرغه چي دده نه مشر ورور يي كمونستانو دده په سر ونيولو او د زندان تورو تمبو تر شا يي واچولو او د څه ډير وخت وروسته يي هاغه بيا راخوشي كړلو،  دا داسي حالت وو چي مرحوم مولوي صاحب نوي د ځواني په موسم كي وو او لا  يي په اصطلاح شونډه هم نه وه توره شوي خو دا هرڅه ورته ډير ګران تماميدل چي دده په تن كي روح وي او وينه په كي وي او خپل هيواد د كمونستانو په منګولو كي وګوري نو د يو سپيځلي پاڅون د لاروي په توګه يي خپل د راز ملګري په خپل عزم خبر كړي هم وه او د عملي كار په لټه كي وو چي ترڅو د خپل وسي مطابق عملي جهاد وكړي ، د نيكه مرغه  په دغه وخت كي مرحوم خالص بابا هم نور د قلمي مبارزي په ځاي علني او د عملي مبارزي ميدان ته راوتلي وو نو مرحوم مولوي صاحب يي د خپلو ګوتو په شمير ملګرو كي شولو  او دا يي هميشه په څنګ كي وو  نو هماغه شولو چي مرحوم مولوي صاحب د مرحوم بابآ سره په يوه وخت  خپل وطن كلي او ولس د خپل دين په خاطر پريښودلو او هم يي سبقونه په خپله مدرسه كي تر شا پريښودل كوم چي دده او دده د كورني غټ ارمان وو چي مولوي صاحب به په خير د ننګرهار د نجم المدارس مدرسي څخه د فضيلت د ستار وتړي او بيا به خپل ياد كړي علم نورو مسلمانانو ته رسوي. او مرحوم  په سختو حالاتو كي او په سختو او نابلدو لارو او غرونو كي د پاكستان خاوري ته هجرت وكړلو او د خپل پاك پيغمبر دا سنت يي هم په ځاي كړل چي د خپل دين په خاطر يي خپل كور كلي او وطن مور او پلار ورونه خويندي هرڅه پريښودل او خپل هوسا او ارام ژوند ته يي په مهاجرت او مسافري غوره والي وركړلو، دا چي مرحوم مولوي صاحب پاكستان ته راغللو  نو سمدلاسه يي د مرحوم مولوي خالص بابا سره درس هم شروع كړلو چي  د فراغت په  وخت كي به يي تري مختلف كتابونه ويل او مرحوم بابا به يي هم پوره ذهانت او هوښيارتيا ته كوته په غاښ كيدلو، او ددي په څنګ كي د اوسني خيبر بښتونخواه ايالات په مختلفو مدرسو كي يي هم سبقونه ورسره ويل تر دي چي خپل او د كورني ارمان يعني د فضيلت دستار يي د نمكمنډي مدرسه كي وتړلو او د حديثو لويه دوره يي سر ته ورسوله.

 دا چي په خپله ننګرهار كي لا حالت داسي نه وه چي د كمونستانو په مقابل كي د علني قيام وشي او بل دا چي د حق د لاري اتلان هم د ګوتو په شمار وه نو مرحوم خالص بابا د خپلو ملګرو په ملتيا لومړي د هيواد جنوب ته لاړلو چي مرحوم مولوي صاحب عبد الوهاب يي هم د لاري ملګري وو  چي هلته د كمونست رژيم په خلاف يي مسلح جد وجهد شروع كړلو چي په نتيجه كي مرحوم مولوي  صاحب ددغه سپيځلي پاڅون لومړني زخمي شولو چي پښه يي ماته شوله او ملګرو يي پيښور ښار ته راوړلو چي دلته يي ورته د مسافرت په لومړنيو شپو كي بي د كوره او خپل او خپلوانو څخه لري جراحي عمليات وكړل  خو پټه د پاتي نه وي چي د مرحوم مولوي صاحب يو شمير داسي ريښتيني دوستان ورسره مل وه چي د ده خدمت يي دخپل سكني ورونو څخه هم زيات كولو الله دي هغوي ته هم جزاء خير وركړي او الله دي په خپل حفظ او امان كي وساتي او نن مونږ د مرحوم مينه د هغوي په سترګو كي ګورو او د هغه څهره او عكس راته د هغوي په سترګو او مخ كي ښكاري،  وروسته د ډيرو ګړاونو او تكليفونو څخه  چي كله  دمرحوم  پښه يوځل بيا جوړه شوله نو په دغه وخت كي مرحوم خالص بابآ  د سپين غره د  توري بوړي په څوكو كي د كمونستانو په مقابل كي سنګر نيولي وو نو مرحوم مولوي صاحب ځان يوځل بيا وروسولو او د حق دلاري په  اولنيو جنكونو كي يي ګډون وكړلو.

خو دا چي مبارزي علني شكل غوره كړي وو او هرځاي كي د كمونستانو په خلاف پاڅونونه شوي وه او د كمونستانو باداران هم په ګران هيواد راختلي وه  نو د پوره نظم او ضبط په خاطر د تنظيمونو بنياد هم ايښودل شوي وو چي  تر څو مقاومت او جهاد ښه پر مخ لاړ شي نو هماغه وو چي مرحوم مولوي صاحب هم د خالص بآبآ  د اسلامي ګوند په اجرائيه شوري كي واخستلو او د مولوي صاحب مشورو ته يي خاصه پاملرنه هم كوله او مرحوم مولوي صاحب د يو څه وخت دپاره د مسلكي رياست مشري په غاړه لرله تر څو د شهيدانو او معيوبيونو وارثانو سره  كومك وكړي ځكه د مبارزي اولني ورځي وي مشكلات زيات وه اودلته د ګډوالي ژوند وو، خو وروسته  چي بيا كله د مجاهدينو د څه ډلو ترمينځ اتحاد جوړ شولو  نو د ټولو ډلو په غوښتنه مرحوم مولوي صاحب په اسلام اباد كي د اتحاد نماينده وټاكل شولو، دا هم د مولوي صاحب د لياقت او زيركتيا نتيجه وه ځكه هرچا به دا كوشش كولو چي دي ځاي ته ځان ورسوي خو يواځيني مرحوم مولوي صاحب وو چي دي په ناخوښه ډول دي مقام ته غوره شولو ځكه مرحوم غوښتل چي داخل ته لاړشي او د كمونستان او د هغوي دبادارنو په مقابل كي وسله پورته كړي او جهاد وكړي خو چي ټولو په ده ټينګار كولو  او په ځانګړي ډول مرحوم خالص بابا خبره يي ځمكي ته نه غورځوله په نازړه ډول يي دغه مقام غوره كړلو خو داسي هم نه وو چي د اسلام اباد ښكلي بنګلي او معتدله هوا او هوسا ژوند  ورڅخه د هيواد غرونه او رغونه هير كړي او په مزو سر شي خو مرحوم به دا ټولي مزي شاته غورځولي او وخت په وخت به يي د هيواد تاوده سنكرونو ته ځان رسولو او د خپلو مبارزو ملګرو تر څنګ به وو او د هيواد د ازادي او خپلواكي جنګ به  يي كولو ، كله به  چي هم بيرته راوګرځيدلو نو دلته هم په ارام نه كيناستلو هميشه به يي د مجاهدينو خدمت او د زخميانو علاج او د هغوي د هوسايني دپاره منډي ترړلي وهلي حتي په شپو شپو به د مجاهدو زخميانو سره  په شفاخانو كي وو او د هغوي خدمت به يي تر سره كولو، ځكه په خپله يي درد ليدلي وو نو د نورو د درد احساس ورسره وواو دا يي هم د جهاد يوه برخه ګڼله ، خو بيا چي د سياسي مسايلو په اساس بدبختانه د مجاهدينو اتحاد ختم شولو نو مرحوم يوځل بيا خپله بستره د اسلام اباد څخه راټولوله چي مرحوم خالص بابا د خپل اسلامي ګوند د نمايندګي بار په اوږو ورواچولو نو مرحوم يوځل بيا په نه زړه قبوله كړله خو په جهادي هلو ځلو كي يي څه فرق رانغللو او همغه شان به سنګر ته هم تللو او دلته به يي هم د ټولو مجاهدينو او مهاجرو خدمت په ورين تندي كولو او دا فرق يي نه كولو چي د كوم ګوند پوري تړاو لري يا پښتون دي كه ازبك هزاره دي كه تاجك  خو چي ده ته به هرڅوك راغللو چي هغه به مطلقاَ افغاني وو نو مرحوم به هغه په ورين تندي استقبالولو او د هغه د كار په اړه به يي داسي جدي اقدام كولو چي كله كله به يي هغه كس هم ځان پوري حيران كړلو او هغه كس به دا فكر كولو لكه چي مولوي صاحب ما د پخوا نه پيژني خو په حقيقت كي به مولوي صاحب دهغه سره په لومړي ځل مخ شوي وو او مخګي به يي هيڅ نه پيژندلو او دمولوي صاحب د دغه شان ښو اخلاقو او خوي څخه به هغوي  دورمه متاثره شولو چي تر مودو مودو پوري به يي د مولوي صاحب  ښه يادول .

 بيا چي كله  د مجاهدينو عبوري  حكومت اعلان شولو نو مرحوم مولوي صاحب په كي د سرحداتو وزارت كي د يو رياست د پاره ونومول شو خو دا چي د سرحداتو وزارت خپل كارونه پيل نه كړل نو مولوي صاحب هم د پخوا په شان د خپل ګوند نمايندګي كوله او دغه د اسلامي ګوند نمايندګي د انقلاب د بريا پوري دوام وكړلو او مولوي صاحب لومړني او اخرني نماينده وو چي د اسلامي ګوند نماينده ګي يي كوله ، مرحوم په دغه اوږده  موده كي داسي غټي لاسته راوړني لرلي چي  د هغي د جملي څخه په سلكونه مجاهد زخميان خارجي او په داخل د پاكستان كي تداوي كړل، په زركونو افغانانو ته يي د حج د مقدسي وجيبي  د اداء كولو په خاطر ويزي اخستي او په سلكونه مجاهد مشران يي د حج بيت الله او د ملكي كورني ميلمانه په صفت قبلول او په سلكونه افغانان يي د لوړو زده كړو د پاره عربي او نورو هيوادونو ته ليږل او په ځانګړي ډول په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد كي افغانانو ته داخله كول او تر هغي پوري به ده سره په كور او دفتر كي ميلمانه وه چي تر څو د پوهنتون په ليليه كي ورته اطاقونه وركول كيدل اويا به د خارج ته لاړل، اوپه ټولو كي لوړ كار كله چي عراق په كويت حمله وكړله او ورپسي يي  د حرمينو شريفينو خاوري ته هم ارادي خرابي وي او د ټولي نړي څخه مسلمانانو د حرمينو شريفينو ددفاع دپاره ځانونه وړاندي كول خو په دغه حالت كي افغانان هم  په خپل هيواد كي  د ازادي په جنك كي نښتي وه خو بيا هم مرحوم هڅي او هاندي وكړلي چي د خپل ګوند څه مجاهدين د حرمينو د دفاع په خاطر هلته وليږي  چي  په پايله كي د اسلامي ګوند مجاهدينو د ټولو افغاني ډلو د مجاهدينو مشري هم كوله او چي كله ګواښ ختم شولو نو د سعودي حكومت ټول افغاني ډلي د خادم الحرمين الشريفين ميلمانه كړل او حج يي ورباندي ادا كړلو مرحوم د مرحوم خالص بابآ سره يوځاي په دي مراسمو كي ګډون لرلو ، پټه دي پاتي نه وي چي مرحوم څو ځلي د خادم الحرمين الشريفين په خصوصي بلنه د حج په مراسمو كي ګډون كړي او د ملكي خاندان خصوصي ميلمنو په ډله كي به ياديدلو.

په دي وخت كي مرحوم د پينچاب پوهنتون څخه په عربي ژبه او اسلامي زده كړو كي ماستري هم  اخستي وه .

 خو چي كله انقلاب سرته ورسيدلو او د مرحوم په شان د لكونو افغانانو دا ارمان هم سرته ورسيدلو چي روسان او د هغوي غلامان ماتي وخوري ، نو مولوي صاحب هم د خپلو نورو ملګرو په شان او د خپل ګوند د منشور په اساس چي مونږ قدرت نه غواړو او نه مو د قدرت په خاطر وسله پورته كړي بلكي يواځي مو د الله په ځمكه د الله د نظام د عملي كولو دپاره وسله پورته كړي وه او هم مو د هيواد ازادي خپل مخي ته ايښي وه نو هماغه وو چي د اسلامي ګوند نمايندګي يي وتړله او نور په خپل كور كي قرار كيناستلو او خپل عادي ژوند ته راوګرځيدلو خو دا چي د مولوي صاحب خدمات هر چا ليدلي وه نو د كابل اداري په غوښتنه مولوي صاحب په اسلام اباد كي د افغانستان په لوي سفارت كي مقرر شولو او دلته يي هم كوشش دا كولو چي د افغانانو پوره نمايندګي وكړي او هيڅ كوم داسي كار ترسره نه كړي چي د افغانانو د وقار او عزت سره مخالف وي او پرينږدي چي افغانان خوار او زار په يوځاي او بل ځاي كي ولاړ وي نو مرحوم يوځل بيا  د افغانستان په لوي سفارت كي د حج او عمري او افغاني محصلينو د كارونو د خلاصولو او هغوي ته د اسانتيا په وركولو كي خپلي هڅي او هاندي كولي .  خو په دغه وخت كي هيواد يوځل بيا د خپل مينځي جكړو په اور كي سوځيدلو مرحوم د خپل ګوند په نمايندګي څو ځلي د دغه اور د مړ كولو هڅي او هاندي وكړلي خو دبده مرغه  كومه خاصه فايده يي ونه كړله ، خو د نيكه مرغه په دغه وخت كي د هيواد په جنوب كي د طالبانو تحريك نوي سر راپورته كړلو، مرحوم چي د تحريك  د مشرانو جهادي سابقه او سپيځلتيا يي لا د مخه پيژندله نو د اولي ورځي  څخه يي ورسره خپله همكاري اعلان كړله چي د وخت د حكومت له اړخه د سخت فشار لاندي راغللو خو هغوي نه شو كولي چي د خپلي و ظيفي څخه يي ګوښه كړي همدا وجه وه چي كله په كابل كي د پاكستان په سفارت د شمالي ټلوالي له اړخه حمله وشوله او د ټولو نړيوالو قوانيونو په خلاف يي د سفارت موظفين ووهل او د سفارت وداني ته يي زيان واړولو نو پاكستان هم مجبور شولو چي د كابل اداري ټول ديپلوماتان د هيواد څخه وباسي خو يواځي مرحوم مولوي صاحب په سفارت كي ديپلومات پاتي شولو خو دا چي كابل اداره ټوله د شمالي ټلوالي څخه جوړه وه نو مرحوم يي  بيا هم سرپرست ونه ټاكلو او اتشه نظامي يي سرپرست وټاكلو، خو دا چي مرحوم د طالبانو د مشرانو سره په راز كي وو او د تحريك ټول مشران به د ده كورد خپلي نمايندګي په ډول استعمالولو نو هماغه وو چي مرحوم په نارسمي ډول په اسلام اباد كي د تحريك نماينده وو ،  خو چي كله طالبانو كابل ونيولو نو د اولي ورځي څخه يي مرحوم د سفارت دپاره وړاندي كړلو او مرحوم په اسلام اباد كي د اسلامي امارت لومړني سفير غوره شولو او مولوي صاحب بيا خپلي ديپلوماتيكي هڅي ګړندي كړلي ترڅو د پاكستان په حكومت باندي د طالبانو اسلامي امارت په رسميت وپيژني او د دولت اعتراف پري وكړي هماغه وو چي دده د هڅو په پايله كي پاكستان هم د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژندلو او د مرحوم سياسي هلي ځلو دوام وكړلو تر څو د سعودي عربستان حكومت هم  اسلامي امارت په رسميت وپيژندلو او مرحوم هڅي كولي چي په اسلامي كانفرانس كي د افغانستان چوكي هم طالبانو ته وركړل شي خو د بده مرغه چي څه خڼدانو د مولوي صاحب مخه بنده كړله خو دومره وشول چي طالبانو ته  د كانفرانس په غونډو كي د ناظرينو په شكل  د ګډون اجازه وركړل شوه چي مرحوم ملا رباني رئيس الوزارء د يوه هيئت په مشري په كي ګډون وكړلو چي مرحوم مولوي صاحب هم په كي عضويت لرلو. بيا چي كله  د اماراتو حكومت د طالبانو حكومت په رسميت وپيژندلو نو د اسلامي امارت خارجه وزارت د رهبري شوري په مشوره  مرحوم مولوي صاحب  هلته د يوي مياشتي دپاره په خدمتي ډول وليږلو ترڅو جاري منظمي كړي او مولوي صاحب بيرته اسلام اباد ته راستون شي ، چي د هغي څخه وروسته مرحوم په هغه هيئت  كي وو كوم چي د امريكا ته تللو او هلته د ګازو دپايپ لاين په سر خبري وكړي  نو هماغه وو چي مولوي صاحب هلته د افغانانو غږ د امريكا حكومت او ادراو ته ورسولو چي كه ګازپايپ غزوي نو زمونږ ملت به ستاسي د پايپ لاين نه څه ګټه پورته كوي بايد ټول افغانستان ورڅخه فايده پورته كړي او په ځانګړي ډول هغه ولايتونه چي دغه پايپ لاين به ورڅخه تيريږي  كني مونږ څه ستاسي غلامان نه يو چي مونږ د خپلي خاوري د استعمال اجازه دركړو، او څه داسي نوري مهمي او سياسي خبري يي وكړي ،  نو هماغه وه چي د مرحوم د سياسي پوهي باندي او هم د هيواد او هيوادوالوسره په مينه  هغوي هم ګوته په غاښ شول او هغوي داسي فكر كولو چي د مدرسو عادي ملايان به وي او په غوړو خبرو به يي تيرباسي خو چي دمرحوم مستدللي خبري يي واوريدلي نو هك پك شول ، بيا څه وخت وروسته د امارت د ځانګړي استازي په ډول نيويارك ښار ته وليږل شو او هلته يي يوځل بيا د خپل هيواد او هيوادوالو غم په سر اخستي وو ، خو چي كله پوه شولو چي د هيواد او هيوادوالو دپاره دلته خدمت نه شي كولي نو بيرته هيواد ته راستون شولو ، چي بيا د اسلامي امارت د خارجه وزارت په وړانديز امير المومنين په ځانګړي فرمان  په سعودي عربستان كي د افغانستان په سفارت كي مقرر كړلو څه موده يي هلته د لومړي سكرتر په حيث كار تر سره كړلو او بيا وروسته د اسلامي امارت د سفير په توكه تعين  شولو ، او هلته يي د خپلو هيوادوالو او هيواد په ګټه  نه ستړي كيدونكي منډي ترړلي ووهلي او د نيكمرغي خبره داده چي څو ځلي د بيت الله شريف د غسل وركوونكو په ډله كي يي ګډون كولو چي د نړي يو شمير هيوادو سفيران او لوړ پوړو چارواكو به په كي ګډون كولو،  او هم د مرحوم په هلو څلو د سعودي عربستان حكومت په دي رضا شوي وو چي د اسلامي امارت او د شمالي ټلوالي تر مينځ د سولي او روغي جوړي پروسه پرمخ بوځي نو هماغه وو چي د اسلامي امارت يو پلاوي د اميرخان متقي په مشري  سعودي ته تللي وو او د شمالي ټلوالي د پلاوي مشري يونس قانوني كوله او مرحوم د اسلامي امارت د پلاوي برخه وه او تل يي دا كوشش كولو چي كه الله  زمونږ هيواد ته سوله او ارامي راولي تر څو ټول افغانان په خوشحاله او اسلامي هيواد كي د اسلام د بيرغ لاندي هوسا ژوند تير كړي .

خو د اصولو او قوانينو په نظر كي نيولو سره خارجه وزارت د څو كاله خارجي خدمت څخه وروسته هيواد ته راوغوښتلو دا په داسي حال كي وو چي دده  پاتي كيدل  په سعودي عربستان كي د هيواد په ګټه وه خو هغسي ونه شول او نومړي هيواد ته راوغوښتل شولو او دلته په خارجه وزارت كي ورته د بين المللي كنفرانس رياست ورپه غاړه شولو چي په دغه وخت كي بيا د يولسم سبتمبر واقعه مينځ ته راغلله او امريكا ګواښيدله چي افغانستان باندي حمله وكړي مولوي صاحب خپل ټول توان په دي مصرف كړلو چي د افغانستان او افغانانو قومي وقار مجروح نه شي خو دا چي  امريكا د خپل كبر په نيلي سپره وه او په ګران هيواد يي يرغل وكړلو او اسلامي امارت يي ړنك ګړلو نو مرحوم يوځل بيا ګډوال شولو خو د بده مرغه تيرو څو ورځو كي ورته ناڅاپي يو څه تكليف پيدا شولو او د هغي په وجه مولوي صاحب خپل رب ته په جكو ستركو  خپل روح وسپارلو  او خپل خپلوان يي تر شا په نمجنو سترګو پريښودل روح د ښاد وي او لاره يي د لارو ډكه . انا لله وانا اليه راجعون . چي بيا وروسته د مرحوم جنازه  د جلال اباد د نجم الجهاد په فاميلو كي په هغه هديره كي خاورو ته وسپارل شوه چي په څنك كي په سلګونه شهيدان ژوندي په خاورو كي ښخ شوي  دي .