د نړۍ د هيندارې د دايرۀ لمعارف ګوټى څلورم ټوک ( اروپا ) په دې وروستيو ورځو کې ، په پيښورکې د پښتو څيړنو او پراختيا د ادارې له خوا خپور شو . په دغه کتاب کې چې ٩٠٠ مخونه لري د اورپا د لويې وچې د ټولو لويو او کوچنيو هېوادونو طبيعى ، بشرى ، سياسي ،اقتصادى او تاريخى پيږندګلوى راغلې ده . ( دنړى هينداره ) هغه لړى ده چې له نن څخه ٥ کاله مخکې پيل شوى او تر اوسه پورې يې د ( اسيا ) ،( افريقا ) ، ( استرليا – اوقيانوسيه ) او ( اورپا ) تر سر ليکنو لاندې څلور کتابونه خپاره شوي دى چې د پاڼو مجموعى شمير ٣٠٠٠ مخونو ته رسيږى . د کتاب مولف ښاغلىاحسان الله ارينزى ددغه کتابونو د ليکلو له پاره له ډيرو معتبرو اخځونو څخه کار اخستى او معلومات يې په رښتيا چې ډير نوي دي . د مولف له سريزى څخه ښکاري چې ددغه لړى وروستنى او پنځم ټوک به هم ژر د امريکا دلويې وچې د هېوادونو د پيږندګلوى په هکله لوستونکو ته ورسيږي . دغه ليکوال د ژوند تر دې ګړۍ پورې د پښتو د ادب او فرهنګ د ودې او بډاينې په برخه کې د ستاينې وړ هڅې تر سره کړې دى او د دولسو تاريخى ،ادبى ، فرهنګى او اقتصادى اثارو په ليکلواو خپرولو سره د افغانستان د ليک والانو په ډله کې غوره او نيک نوم د ځان او نورو لپاره ساتلى دى او هيله ده چې په راتلونکې کې هم خپل مينه وال په ليکنو سره خوشال او خوښ وساتى .همدارنګه د ښاغلى احسان الله ارينزى ٦ نور اثار چاپ او خپريدو ته تيار دى .زه دغه زړه سوانده ليکوال او اديب ته داوږد عمر دعا کوم ،په قلم او ژبه يې دې تل برکت وى .