داسدالله وحيدي ناقانونه نيول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41380
غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2011-01-10

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه


د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د سرنوشت د ورځپاڼي د مسؤل مدير ښاغلي اسدالله وحيدي ناقانونه نيول په کلکه غندي
نيټه : ١٩/١٠/١٣٨٩ – ٩/١/٢٠١١
کابل – افغانستان

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې هڅاند ځوان، ژورنالست او د سرنوشت ورځپاڼي مسؤل مدير ښاغلي اسدالله وحيدي نن په غيرقانوني توګه په کابل کې توقيف سو.

ويل کيږي چې د سرنوشت په ورځپاڼه کې يوه هفته مخکي د ملي امنيت په چارو کې د ولس مشر سلاکار ډاکټر دادفر سپنتا د ورور احمد وحيد طاهري په اړوند چې ويلي ېي وه "زه په هرات کې يوه وسله واله دلګي جوړوم ترڅو چې د اوبو او بريښنا د وزارت د سرپرست محمد اسماعيل او د ټاکنيز شکاياتو د کميسيون د غړي او وياند احمد ضيأ رفعت پر خلاف مبارزه وکړو".

د دي خبري د خپرولو سره جوخت ډاګټرسپنتا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته شکايت کړی چي زما نوم ولي پدي خبر کې څرګند سوي دي! د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين د خپل تعصبي دريز څخه په کار اخستلو سره بدون له دي چې شکايت د رسنيو د څارني عالي کميسيون ته وسپاري او ځيړنه پکښي وسي موضوع ېي لوي څارنوالي ته ليږلي او ښاغلي وحيدي د لوي څارنوالي لخوا توقيف سو.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کې چې د بيان د آزادي او ولسواکي ته هوډمنه ده، د ښاغلي وحيدي غيرقانوني نيول په کلکه غندي او د لويي څارنوالي د محترم مقام څخه د ښاغلي وحيدي د بند څخه خوشي کول غواړي تر څو چې په هېواد کې خداي مه کړه يو واربيا د فرصت طلبو، متعصبو او د هېواد د دښمنو عناصرو د کړو له کبله د بيان آزادي، ژبني او قومي تعصباتو لړي پراختيا و نه مومي، اوسني دموکراتيک نظام د افغانستان يوي استبدادي اداري ته تبديل نسي.

په هېواد کې د قانونيت د ټینګښت په هيله

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر