لويه پکتيا او د نښتر دوديزه مشاعره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4147

دخبریدو نیټه : 2005-11-08

د شعر او ادب  پر مينانو باندي زيري کو و چي د وران زېږديز د نومبر د مياشتي پر ١١ مه نېټه د جمعې په ورځ په لويه پکتيا کښي د نښتر په نوم کلنۍ مشاعره دوديږي ، هيله لرو چي همېشنۍ به وي .

موږ په جرمني کښي مېشت افغانان هم په ياده شې نېټه د مونشن په ښارکي د نښتر تاريخي مشاعره او ورسره جوخت د نارنج ګل دوديزه او تاريخي مشاعره نيسو ، پريږدی چي نښتر او نارنج ا و بل ته دورورۍ او يوالي غيږي ورکړي .

ستاسو راتګ به زموږ د رنګينو مشاعرو رنګنۍ لازياتي کړي  - هرکله راشی .

نښتره لوړ اوسې سرلوړی له اسمانه ئې لوړ

له ټول جهانه ئې لوړ ، زما د غرونو

ته چي نڅا کوې ، تور غر او سپين غر دواړه ناڅي

زما پامير او هندوکش غاړه په غاړه ناڅي

کله به وي چي لر او بر افغانان واړه ناڅي

د پښتونخوا لوړه سمبوله ډير بې شانه ئې لوړ

له ټول جهانه ئې لوړ ، زما د غرونو

 

نارنج ګل

بېګا مي خوب کي د نارجو ګلان بيا وليدل

خولې ئې له تندي وچي کلکي دم په دم رژېدل

هلته د سپين غره له خولې سوي اسوېلي راوتل

پر سردرو او لوړو غرو مي وريدل بمونه

 

محمد امين بسمل

د ټيلفون شميره : ٠٠٤٩١٧٨٧٦١٢٧٠٧

پته :

Schwanthaler Str. 80

Munchen