خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41550

دخبریدو نیټه : 2011-01-18


په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بينوا د ويب پاڼي د مؤسس او مشر هڅاند شاعر، ليکوال او ژورنالست ښاغلي خالد هادي حيدري محترم اکا الحاج سيد محمد آغا په کندهار کې د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انالله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه خپل د خواشيني مراتب و ښاغلي خالد هادي او محترمي کورنۍ ته وړاندي کوي، د لوي رب  (ج) د دربار څخه ارواښاد حاجي آغا ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته ېي جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر