له ډنمارک څخه د ډاډګیرنې پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41551

دخبریدو نیټه : 2011-01-18

د پېنوا د منلې انترنیتي خپرونې هڅاند چلوونکی ښاغلی خالد حیدري صاحب !
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستاسو  محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه  سترګې پټې کړي .لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي .
اساسا کله چې زموږ د فرهنګي همکارانو په کورونو کې  د غم خبر خپور شي  ، بې له شکه  دهغوي هم مسلکان او ملګري  هم ورسره  غمحن کیږي او ښایي دا دې لپاره چې  دا زموږ د ټولنې یوه تر ټولو زیارکښه ډله ده چې په غم او ښادۍ کې سره یو ځاي دي ..موږ د هر افغان او هر انسان په مړینه خواشیني کیږو ، او په تېره بیا ګران هادي صیب سره خو په دغه غم کې ځان شریک بولو .

موږ او زموږ ملګري د دغه پیغام له لارې تاسو ګران هادي صیب او ستاسو کورنۍ ته د جمیل صبر  غوښتنه کوو او د اروښاد متوفی لپاره د ښو جنتونو هیله کوو .

د ملګرتوب  له پېرزوینو سره

د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه
محمد یوسف هېواددوست