ګرانه وروره خالد جانه!
ستاسو د اکا په مړینه خواشینی سوم په غم کي دي برابر شریک یم،ده مرحوم ته دي الله ج په جنتونو کي ځای ورکړي،دنورو غمونو دي رب ج وساته . آمېن
ع .رحیم رېشاء
----------------------------------------------------------
ګران اوقدرمن ورور هادي صاحب سلامونه !
دمیرویس نیکه دجامع جومات کلتوری اواسلامی ټولنی مشرتابه دټولنی په آستازیتوب دمحترم تره دمړیني له کبله تاسو او درنی کورنۍ ته مو له عظیم سبحان (ج) څخه صبر غواړو اوخپل دزړه له تله په دی غم کی له تاسو سره ځانونه ګډبولو او پاک روح ته یی دوعا کوو . په درنښت
محمد ظفر نیازئ \ مونشن جرمنی
---------------------------------------------------------------
ګران هادي جانه!
له ډېرې مودې راهيسې له خپل دفتر څخه ليرې وم، نو له همدې لامله مې نېټ ته هم لاسرسى نه لاره. نن چې د خپل كار ځاى ته ورسېدم او نېټ ته كېناستم، نو ستا د ارواښاد كاكا د مړينې پر خواشينوونكي خبر مې سترګې ولګېدې.
دانش خپرندويه ټولنه او د ټولنې ټول كاركوونكي له تاسو سره په دې درانه غم كې شريك دي، الله دې ارواښاد ته جنت فردوس او ستاسو كورنۍ ته د زړه صبر وركړي. امين
اسد دانش
--------------------------------------------------
په خواشیني سره مې خبر تر لاسه کړ چې دښاغلي خالد هادي حیدري اکا په حق رسېدلی
انالله و انا اليه راجعون
زه د خپلې ژورې خواشیني ترڅنګ ښاغلي خالدهادي حیدري صاحب او کورنۍ ته یې تسلیت او جمیل صبر غواړم دهغه خدای بښلي اکا ته له خالق تعالی څخه دفردوس جنت غوښتنه کوم .
محمدامین بسمل
----------------------------------------------------
ګران ورور خالد جانه!
د مرحوم اکا په مړېنه دي خبر او خواشينی سوم . خدای (ج) دې وبخښي . تاسو ته دي الله (ج) صبر جميل درکړي . د تسلیت مراتب مي ومنه.
په درناوي
ستاسو خواخوږی ورور
عبدالناصر -رېشاء
-----------------------------------------------
ګران او زړه ته را نيژدې خالد جانه!
سلامونه او پېرزويني مي ومنه
نن مي په «بېنوا» ويبپاڼه کي ستا د محترم اکا د مړيني پر خبر سترګي ولګېدې . په لوستو يې خواشينی سوم .
له لوی اوبخښوونکي خدایه يې اروا ښاده غواړم
خدای دي تاسي او دکورنۍ ټولو غړوته په دې غمجنه او دردونکې پېښه کي د زړه صبر او زغم درکي.
همدغه راز دوعا کوم،چي خدای موله بل غم او درده په امان لره .
آمين يارب العالمين
هارون خپل
-------------------------------------------------
دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د بینوا پښتوویب پاڼې دمسؤل ښاغلي خالد هادي حیدری اکا مرحوم سید محمدآغا دورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوي دی .
انالله وانا الیه راجعون
دالاماره ویب پاڼې ټول همکاران له محترم حیدری صاحب سره په ورپیښ غم کې خپل ځان ګډ بولي ،لوی خدای ج دي خدای بخښلي سید محمد آغا غرق رحمت وګرځوي او کورنۍ ته دي څښتن صبر جمیل او اجر عظیم ورپه برخه کړی .
په درنښت
ورور مو عبدالستار میوند
دالاماره ویب پاڼې مسؤل
------------------------------------------------------
د ښا غلي خا لد ها دي حېد ري لپا ر ه د خوا خوږۍ پېغا م
اوس خبرشوم چي وفا ت دي شواکا
ستر ګې پتي کړې له د ې فا ني دنيا
دی د مخه ؤ ا وموږ پسي روا ن يو
ا لحکم ا لله لا س مو پورته په دعا
ز موږ ټولو د غه لا رد ه تر منز له
نه پوهېږ و چي به نن وي که سبا
جنتو نه د ې نصيب شي د مرحو م
ښېګڼي د ي خد ا ی ور کړي د عقبا
جميل صبردرته غواړم له پا ک ربه
د نو رغمو مو سا ته پا ک مو لا
فا روق وايي په هيڅ کورکي د ي غم نوي
له پا ک ر به موغو ا ړمه جو ړتيا
غ - فا روق
----------------------------------------------------
دخالدهادي حیدري سره د خواخوږۍ پیغام
دبينواويب ماستر ښاغلی خالد حیدري صاحب په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستاسو محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي انالله و انا اليه راجعون په دغه لوی غم کې مونږ ځانونه له تاسي سره ځان شريک بولو مرحوم اکا ته دی خداې پاک جنت فردوس په نصيب کړي تاسی او ستاسی محترم کورنۍ ته صبر جميل غواړو په درنښت
دبېنوا همکار داودجبارخیل اسلام اباد
-----------------------------------------------------
دسلګۍ ډاټ کام د کار ډلي لخوا د خواشنۍ پیغام
سلګۍډاډکام کاناډا
دبينواويب ماستر ښاغلی خالد حیدري صاحب !
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دبېنوا پاڼي دمشر خالدهادي محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
انالله و انا اليه راجعون
په دغه لوی غم کې مونږ ځانونه له تاسي سره شريک بولو مرحوم اکا ته دی خداې پاک فردوس جنت په نصيب کړي تاسی او ستاسی محترم کورنۍ ته جميل صبر غواړو
په درنښت دسلګۍډاډکام کارکوونکي
ادريس بشريار
---------------------------------
دبينواويب ماستر ښاغلی خالد حیدري صاحب !
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ستاسو محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
انالله و انا اليه راجعون
په دغه لوی غم کې مونږ ځانونه له تاسي سره شريک بولو مرحوم اکا ته دی خداې پاک فردوس جنت په نصيب کړي تاسی او ستاسی محترم کورنۍ ته جميل صبر غواړو
په درنښت د زرلښت ډاډکام کارکوونکي
ګلالۍ طوطاخيل
--------------------------------------------------
ګرانه خالدجانه
السلام علیکم
ستاسي دمحترم اکادوفات خبرمي واورېد. په خواشینی سوم . دمشرانومرگونه دخواشینۍ وړپېښي دي . خدای دي هغه مغفورومرحوم ته جنت الفردوس ورکړي اوتاسي ته صبرجمیل .
. خدای موله نوروغمووساته (آمین) ـ
محمدمعصوم. هوتک
-------------------------------------
ګران هادي صاحب سلامونه !
دمحترم تره دمړیني درته تسلیت وایم او له رب (ج) نه درته ددې غم دزغم توفیق غواړم الله پاک دي مرحوم وبخښي او تاسو دي له نورو غمو په امان ساتي ( امین )
ډاکټر ذبیح الله حسن
لندن
------------------------------------------------------
خالد جانه سلام!
همدااوس مي خبر ولوستي چي ستاسي آکا وفات سوی دي.نو زه هم دنور دوستانو په شان ستاسي سره پدي غم ځان شرېک بولم .ستاسي محترم آکا ته له خداي(ج) نه دجنت غوښتونکي يم.تاسي اوپاته واريثينو ته دصبر اوحوصلي غوښتونکي. په دروندوالي.
عبدالقيوم له امريکا څخه
-----------------------------------------------------------\
محترم هادي صاحب
له الله مو روغ غواړم
په خواشينۍ سره ستاسې د محترم کاکا د وفات څخه خبر شوم ، انا لله و انا اله راجعون .
د لوى رب په دربار کې د متوفي لپاره د جنت الفردوس دعا کوم .
الله دې تاسې او ستاسې کورنۍ ته د صبر جميل توفيق درکړي.
الله مو له نورو غمونو وساته .
امين
مجاهد "پښتون"
-----------------------------------------------------
د تسلیت او خواخوږی پیغام
د بېنوا د وتلی انترنیتي خپرونې ویب پاڼي چلوونکی ګران خالد حیدري صاحب ته!
په ډېرې خواشینۍ اوغمګینی سره می خبر ترلاسه کړ ی چې ستاسو محترم اکا د ورپېښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دی .لوی خدای دې یي و بخښی او جنتونه دی ورپه برخه کړي .
زه د یوه همکار په توګه ستاسو د اکا د وفات له امله خپل تسلیت او ژور خفګان تا سو اوستا سو درنی کورني ته وړاندی کوم.خدای مو د نورو غمو خڅه وژغوره.
زه او زما ملګري دلته په هالند کي د دغه پیغام له لارې تاسو ګران هادي صا حب او ستاسو درني کورنۍ ته یو ځل بیا د جمیل صبر غوښتنه کوو او د ارو اښاد متوفی لپاره په دواړو لاسونو ددعا کولو په ذریعه د جنتونو هیله کوو .
ستاسو دوست او ملګری
ولی محمد نورزی هالند
------------------------------------
ګران او قدرمن هادي ته د زړه له تله سلامونه وړاندي کوم او د یوې دردونکي پیښي په خاطر ورته د زړه صبر غواړم . خدای دي ستاسي ټوله کورنۍ په خپل امن او امان کي ولري او د باقي غم څخه مو خدای وساته
حاجي امین باوري
------------------------------------
انالله و انا اليه راجعون
اللهم اغفره وارحمه ولاتعذبه وجعل الجنة مثواه. آمین
خالدجان حیدری صاحب خدای شته د محترم اکا د مرګ په اوریدلو ډیر خفه شولو خدای ج دی در ته اجر عظیم درکړی. خدای مو د نورو غمونو وساته. مننه
نبي حبیبي
افغان اتحادیه منیتوبا کانادا