د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پخوانۍ استاد خدای بښلی عبدالستار صحبتي چې د خپل عمر زياته برخه يې د هېواد بچيانو ته په ښوونه او روزنه کې تېره کړې وه، د روان کال د مرغومي په ۳۰ مه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی دوکتور عبدالستار له نن څخه ۶۵ کاله مخکې د بغلان ولايت د نهرين په ولسوالۍ کې زېږېدلی وو، خپلې لومړۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې د نهرين په لېسه کې بشپړې کړې او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه تر لاسه کړ او په پخواني شوروي اتحاد کې يې د فلسفي په ځانګه کې ماستری او دکتورا واخېتسه.
نوموړي زياته موده په کابل او ننګرهار پوهنتونو کې د استاد په توګه دنده تر سره کوله او په دې موده کې يې يو زيات شمېر شاګردان هم روزلي دي.
روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل ژوندی وي.