( افغانستان او طالبان ) پرله پسې له بېنوا ويبپاڼي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4171

دخبریدو نیټه : 2005-11-09

 

دافغانستان په تاريخ کي دپام وړ يوې اته کلني دورې په اړه د مولوي وکيل احمد متوکل اثرچي د روان لمريز کال په اوږدو کي د بريالي پوهنتون له خوا خپور شو خورا زيات کورني او بهرني لوستونکي پيدا کړل . او په همدې روان کال کي په لوړ تېراژ ددوهم ځل له پاره چاپيږي . د بېنو ويبپاڼي د لوستونکو او په لوېدېځه نړۍ کي د يادشوي کتاب د مينه والو د پرله پسې غوښتنو څخه او انتظار څخه ورورسته اوس  هغوی ته زيری ورکوو چي بېنوا ويبپاڼه د مولوي وکيل احمد متوکل اثر ( افغانستان او طالبان ) په پرله پسې توګه خپروي .

درانه لوستونکي کولای شي هره ورځ په بېنوا ويبپاڼه کي مولوي وکيل احمد متوکل : ( افغانستان او طالبان ) سرليک کښېکاږي  هلته د لړليک  نوي پرليکه شوي سرليکونه ولولي . د وروستي سرليک تر خپرېدو وروسته به انشاالله  ټول کتاب د بېنوا برېښنايي کتابتون له لاري خپلو درنو لوستونکو او د يادشوي کتاب مينه والو ته وړاندي کړو .  

د بېنوا فرهنګي ټولني او ويبپاڼي د مشرتابه او کارکوونکو په استازيتوب د کتاب له ليکوال  ښاغلي مولوي وکيل احمد متوکل څخه مننه کوم چي په بېنوا ويبپاڼه کي يې ددې اثر د خپرېدو اجازه راکړه ، او همدا ډول له شاعر ، ليکوال او ژورناليست ښاغلي قاضي محمد حسن حقيار څخه ډېره مننه چي دکتاب په چمتو کولو ، خپرولو او بيا تر موږ پوري د هغه د رالېږلو په لاره کي يې پر ځان ستونزي وګاللې ، او همکاري يې وکړه .

په درناوي

عبدالله احسان - هالنډ