دافغان، افغانستان لپاره د لوی لاریون خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41769
محمد حامد الوتاند
دخبریدو نیټه : 2011-01-28


 درنو هېوادوالو:
لکه څرنګه چې خبر یاست د تونس په هیواد کې د سوله ايزو لاریونونو په رڼا کې چې د دې هیواد زور واکۍ دولت یی ونړاوه
 دا یؤ ځل بیا په څرګنده  شوه چی د خلکو د تش غږ په اوچتولو سره د نړۍ لویی امپراتورۍ ړنګې شوېدي. همدې اصل ته په کتلو
 سره په ټول لر او بر افغان ملت غږ کېږي چې د هیواد ،لوړو ګټو ته په نظر کی لرلو سره د ګوډاګي ، فاسد، او  زور واکانو او د
 بشري حقونو دسرغړونکو څخه د ژغورنې په هيله د یؤ لوی صوله ايئزه لاريون د رابللو او په لاره اچولو سره خپله کرکه نفرت او
انضجار د نړیوالو غوږونو ته ورسوو،او دا په ډاګه کړو چې زمونږ په خپلواکۍ او ازادۍ مین خلک او هېوادوال به هېڅکله هم د
 بهرنېؤ هیوادونو د استعماري او استسماري دسيسو ښکار او د ګاونډیؤ د څارګرو  ادارو د لوبو ډګر نشي . په همدې هيله د ټول
افغان ملت څخه چې په هېواد کې دننه ا و یا بهر ژوند کوي په درنښت سره هيله  کېږي چې د اوسني تاريخي‌ پړاو نه په ګټه
 اخیستنې سره پدې لوې لاریون کې چې د راتلونکې پنجشنبه ه په ورځ د روان کال  د دلوې د میاشتې  په ۱۴ نېټه چې په
خود جوشه بڼه به پېل شي ګډوڼ  وکړي او که د خداې (ج)رضأ او غوښتنه وي په ګران هیواد کې به د ژورو  بدلونونو او لاسته
راوړنو د پېل ګډونوال شۍ، او د پاک خداې(ج) ، خپل کړېدلي، ربړېدلي او ځوريدلي ملت په وړاندې  به مو خپله
 ایماني ،افغاني او انساني دنده سر ته رسولې وي .
 و من الله توفيق
تل د و‌ي افغانستان          ژوندۍ او سر لوړۍ د وي لر او بر افغان ملت

د لاریون کړنلار او ځاېونه :
په هېواد دننه او بهر مېشتو هېوادوالو د ټولو محترمو ديني علماؤ ، روحانیونو، سیاسي احزابو ،د قومونو مشرانو ،مدني
 او فرهنګي ټولنو او ټول افغان ملت غږ کیږي چې د دې تاريخي او لوې لاریون په لاره اچولو سره خپله ملي ،اسلامي او
افغاني دنده او مسؤلیت تر سره کړي او د دلوې د میاشتې په ۱۴نېټه چې د ۲۰۱۱ع کال د فبرورۍ د میاشتې دریمې نېټې
سره سمون کوي د سهار په نهو بجو  هره ورځ پېل او ترهغو چې زمونږ دخلکو او ولس هقه حقوق اوغوښتنو ته چې بشپړه
،خپلواکي ، اسلامي ديموکراسۍ او د دولت او حکومت څخه د زوراکانو ،او فاسدو اشخاصو شړل او قضايي او عدلي څانګو
او ارګانونو ته  د هغو پېژندنه نوي منل شوي وغځوي.د ټولو بهر مېشتو افغانانو څخه هم هېله کېږي چې د ولس او خلکو غږ په

 کوربه هېوادنو کې د ملګرو ملتونو ځانګړو څانګو او دفاترو تر مخ پورته کړي او د قطعنامو په ترڅ کې خپلې روا او حقوقي
غوښتنې د کوربه هېوادو د بهرنېو چارو وزارتونو او د ملګرو ملتونو دفاترو ته وسپاري:

۱-د یوې ناپئلې ، بې طرفه او غېر حزبي ادارې او حکومت غوښتنه.
۲-د ګران هېواد په کورنیؤ چارو کې د بهرنیؤ ټولو ښکيلو او په خاصه توګه د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو سملاسي بندیځ.
۳- پرېږدۍ چې افغانان خپله راتلوونکې پخپله وټاکي.
۴-د نړیوالو قواؤ د وړندو او بې ځایه بمباریو سملاسي بنديځ.
۵-دجنګي جنایتکارانو ، او فاسدو دولتي چارواکو سملاسي محاکمه .
  خپل داتاريخي مسؤلیت ،ملي او ديني فريضه په هر هیواد کې چې مېشت ياست په امانت او صداقت سره  تر سره کړۍ .
و من الله توفيق
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي       چا وئيلې په دریاب کې ګوهر نشته
د هېواد او ولس خدایی خدمتګار