د اشنا په ویر!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41808
احمدشاه ملګري (پاچا خان)
دخبریدو نیټه : 2011-01-30

د ګران هيواد  د پرمختګ او په لرغوني کندهار کې د سولۍ راوستوو د سيالۍ ډګر يو بل نيالګي هم وچ سوو- د ارواښاد انجنير عبدالطيف اشنا جنازه په اوښکو بدرګه کوو٠
په ډيره ژوره خوشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړو چې د لرغوني کندهار ولايت د والی مرستيال انجنير عبدالطيف اشنا د يو ځوانمرګي بريد ښکار او په ترڅ کې په شهادت ورسيد٠ 
                               انا لله و انا اليه راجعون


هسی خو مي ارواښاد انجنير صاحب اشنا د ټيلفون د کرښي له لاري له هغي ورځي پېژانده، له کومي ورځي چې د کليو د پراختيا د رياست د ريس په توګه يې دنده پر مخ بيوله٠ خو د لومړي ځل لپاره  ورسره د ناستی پاستی وياړ مي لومړي په کابل او بيا په کندهار کې  را په برخه سوو٠ کله چې بيرته کانادا ته راغلم نو د ټيلفوني اړيکو له لاري د کندهار له حالاتو خبرولم٠ سره له دی چې ارواښاد انجنير صاحب اشنا په عمر، پوهي ، او تجربي له ما مشر او ډير وړاندي وو، خو د کندهار د نظامي او سياسي چارو په هکله به يې ماته غوږ نيوه٠ دا د ارواښاد لويوالي ځلانده نښه وه٠ ارواښاد انجنير عبدالطيف  صاحب د هيواد  د ځوريدلي او کړيدلي ولس يو ريښتنی خواخوږی ، او په هيواد او پرګنو مين افغان وو٠ نن د کندهار خلکو نه يواځي خپل ريښتنی غيرتي مسلمان بچي، ښه استاد،  او مهربانه غمخور او لارښود له لاسه ورکړو، بلکه په کندهار کې د تل پاتي سولۍ د باغ  يو روښانه ستوري د خاورو تورو کندو ته د ابد الا ابد لپاره وسپارلو٠
ارواښاد انجنير عبدالطيف اشنا جګړه ځپلی او ټپي افغانستان چې د مرګ او ژوند په پوله ولاړ د ژوند وروستي سلګۍ وهي ، موږ ته راپريښود، بی له دی چې په خپل ژوند د خپلو هلو ځلو محصول وويني- يعني سرلوړي، خپلواک او غښتلي افغانستان وويني٠
زه خپله خواشينی د ارواښاد درني کورنۍ، د کندهار ولايت مقام، د کندهار ولايتي شورا ټولو غړو، د ارواښاد دوستانو او بل هر غمجن هيواد پاله افغان سره شريکوم٠ او له ټولو سره ځان د وير پر تغر ناست بولم!


د ارواښاد انجنير عبدالطيف اشنا يادونه د تلپاتی او اروا دې ښاده وي!