ستر پښتون وزیر محمد ګل خان مومند بابا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41884
ظاهر پښتون
دخبریدو نیټه : 2011-02-01

ګرانو افغان ځوانانو!افغانستان چي پنځه زره کلن تاریخ لري او ټول افغان ولس په ویاړي چي زموږ ګران هیواد په نړۍ کي یو ځلاند تاریخ لري،زموږ په ګاونډ او یا نوري نړۍ کي ډېر هیوادونه په مصنوعي ډول رامنځته سوي او یا ځني داسي ملکونه چي د تاریخ په اوږدو کي د دنیا په نقشه کي موجود وه مګر په اوسنۍ نړۍ کي د نقشې څخه وتلي او تجزیه سوي دي.مګر دغه تجزیه سوي هیوادونه د خپلو اولسونو د بې پروایۍ او سرتمبګۍ څخه دې مرحلې ته رسېدلي دي او تجزیه سوي دي.مګر الحمدالله زموږ ګران هیواد چي و نړیوالو ته ډېر ستراجیکي اهمیت لري چي منځنۍ اسیا او عربي بحیره له منځني ختیځ سره نښلوي د تاریخ په اوږدو کي یې غوښتي دي چي زموږ ګران هیواد هم لکه د نړۍ د تجزیه سوي او یا د مستعمرې په توګه تر لاس لاندي راولي.مګر زموږ دغه غیرتمن اولس او د پښتون قوم یو اتل سرغوڅوونکي جواب ورکړي،لکه په ۱۶۴۹مېلادي کي میرویس خان نیکه و ایرانیانو ته،په اولسمه پېړۍ کي مخلوته(خوشحال خان،ایمل خان،دریاخان او پیر روښان په ۱۷۴۷ کي ایرانیانو ته)،هندوانو او پنجاپیانو(سیکانو)ته لوی امپراطور احمدشاه بابا،په ۱۸۳۸مېلادي کي انګرېزانو ته غازي عبدالله خان،وزیر محمد اکبرخان،محمدجان خان وردګ،ملامشک اندړ او امین الله خان لوګري،په ۱۸۸۰ مېلادي کال کي ته غازي محمد ایوب خان او ملالۍ میوندواله،د ۱۹۸۹کال د اګست پر ۱۹ انګرېزانو ته ستر واکمن غازي امان الله خان بابا،په۱۹۲۹مېلادي کال کي د و سقاویانو ته ستر پښتون وزیر محمد ګل خان بابا،مارشال شاولي خان غازي،جنرال محمد نادرخان(د ظاهرشاه بابا پلار)،جرنیل یارمحمدخان وزیر،ملاصاحب چکنورشاه محموداو په ۱۹۸۹مېلادي کال کي د روسانو او ببرکانو په مقابل کي افغان اولس،افغان ځوانانو او شهید ډاکټر نجیب الله خان په پوره مېړانه او خپله پښتني توره دا هیواد د هر یرغلګر د یرغل څخه ساتلی دی او تر دې یوویشتمي پېړۍ پوري را رسېدلی دی.مګر دا اوس هم ځني متجاوزین اخته دي چي زموږ وطن را تجزیه او یا هم مستعمره کړي.پر دغه پورتني تاریخي واقعو برسېره ځني داخلي او بهرني جاسوسان زموږ د دغو پورتنیو مشرانو په سپکاوي شروع کړې وه او ده.لکه د احمدشابابا کارتون چي د کابل په یوه ورځپاڼه ښودل سوی و،او همدارنګه د سترغازي امان الله خان بابا سپکاوی چي د یوې بهرنۍ ادارې غړي(ځان ته یو تنظیم(ګوند)لري او په افغانستان کي فدرالي نظام غواړي وکړ).مګر دغي حکومتي ادارو د هغه په اړوند کوم اقدام ونه کړ چي زموږ د ازادۍ راوړونکي ستر غازي امان الله خان بابا دفاع وکړي،مګر د ځينو ختیځ ولایتونو ځوانانو مظاهرې وکړې خو حکومت هیڅ غوږ ونه ګراوه او بل د ستر پښتون وزیر صاحب مومند چي د ستر افغانستان د جوړولو فکر یې درلود نن او پرون یې سپکاوی کېږي،خو بیا هم څوک د هغه دفاع نه سي کولای.هغه داسي چي ځني بهرني جاسوسان یې یرغلګر،دیکتاتور،ظالم،خان سالاریزم او پښتون نیشنلیسټ بولي او که چېري تاسي(ګوګل سیرچ) ته د وزیر محمد ګل خان مومند بابا نوم ورکړی نو د ده په اړه به په لسګونو ویبپاڼي دغه پورتني لفظونه استعمالوي.او غبار چي په خپله هم یو افغان ادیب دی،موږ ټول ورته په احترام قایل یو،هغه هم داسي لیکني کړي دي چي ډېر د تعصب وړ دي.دا چي دی ولي د وزیر محمد ګل خان مومند بابا سره دومره تعصب لري علت یې څه شی دی؟جواب یې زما په آند دا دی:- چي دوی زموږ سره په وطن کي په اقلیت کي اوسېږي.مګر دوی زموږ وروڼه دي،زموږ غوښه ده،د دې وطن بچیان دي او موږ داسي نه وایو چي دا وطن د پښتنو دی،دلته چي هر قوم د هر مذهب او هر دین وي او دلته اوسېږي هغه افغانان دي او هغه د افغانستان د استقلال په جنګ کي شریک اوسېدلي دي او د وطن دفاع یې کړې ده.مګر د ځینو استخباراتي ارګانونو له خوا په موږ کي داسي افغانان روزلي وه چي د وطن د خرابۍ،تجزیې او وروروژني لپاره کار وکړي،نو د دغو جاسوسانو په مقابل کي ستر پښتون محمد ګل خان بابا په پوره ایماندارۍ او سرپرستۍ سره دفاع کړې ده او په شمالي ولایتونو کي د دغو کوډلي ړنګي کړي دي.نن او پرون د هغو جاسوسانو وارثان او پیروانو دغه اواز اوچت کړی او دغه نارې وهي مګر دغه جاسوسان دي باخبره اوسي!که نن وزیر محمد ګل خان مومند بابا نسته مګر په افغان اولس کي به بل مومند بیا راځي او دا کوډلي به یې نړوي او دا ارمان به یې هیڅکله نه پوره کېږي انشاالله.تر دې خبرو به راتېر سم ځکه په دې خبرو کتابونه ډکېږي او هم ډک سوي دي.اوس باید د وزیر محمد اکبرخان بابا لنډ پېژندلیک او ژوندلیک تاسي ته وړاندي کړم چي افغان ځوانان یې وګوري او د خپل وطن د ملي مبارزینو څخه خبر سي


وزیر محمد ګل خان مومند بابا
وزیر صاحب د محمد خورشید خان زوی،د مومن خان لمسی او د عبدالکریم خان کړوسی دی،په خټه د وېزو مومند او په وېزو کي حسن خېل و،دی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرایبو په کوڅه کي زېږېدلی دی،لومړۍ زده کړه یې په خصوصي ډول وکړه او بیا په ۱۳۲۷ کي د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کي شامل سو په پنځه کاله کي یې خپل عسکري تعلیم سرته ورساوه او پس له هغه د اردلیانو په غونډ کي د قومندان په صفت وټاکل سو،دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي دنده چلوله.د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په صفت وټاکل سو او بیا د شاهي ګارډ قومندان سو، یو څه وخت یې په ترکیه کي د افغاني سفارت د نظام آتشه په حیث دنده اجرا کړې ده.مومند بابا په ۱۳۰۰ هجري شمسي کي د((مجموعه عسکري))د مجلې میدیریت هم کړی دی چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدل دي په ۱۳۰۳ هجري شمسي کي د پکتیا د عسکرۍ قومندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل سو په ۱۳۰۶ شمسي کال کي د مزار شریف د ملکي پلټني د رئیس په صفت مقرر سو،د سقوي انقلاب په وخت کي یې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بیا یې په پکتیا کي د سردار محمد نادرشاه سره په کلکه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه یې سرته ورسول، د هیواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابینه کي د داخله وزیر په توګه وټاکل سو خو وروسته یې اول د ننګرهار په ولایت کي او بیا د پروان په ولایت کي د تنظیمه رئیس په توګه وظیفه هم په ښه شان چلوله.په دغو ولایتونو کي یې چي پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کي د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره ولېږل سو.په ۱۳۱۳ شمسي کال کي د کتغن،بدخشان،مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رییس په توګه وټاکل سو.په هر ځای کي یې خپله اسلامي او پښتني دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسول او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست.دی په ۱۳۱۹ شمسي کال کي د دولت د وزیر په توګه مقرر سو او پس له دغه وخت نه یې نور عمر په خپل کاله کي د پښتو ژبي په علمي او ادبي خدمت کي تېر کړ او په ۱۳۳۴ شمسي کال کي د لویي جرګې د رئیس د نایب په توګه غوره کړای سو.دغه ننګیالی،توریالی،خبرلوڅ او جګړه مار پښتون د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتي پر ۲۷مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د بریکوټ په یو کرایي کور کي وفات سو.


اناالله واناالیه راجعون
د ارواښاد مومند بابا فاتحه د پوهني د وزارت له خوا د اسد پر ۲۸مه نېټه دشېرپور په لوی جومات کي واخیستله سوه.د ده د فاتحې مراسمو ته ډېر لوړ پوړي چارواکي د ظاهرشاه په ګډون راغلي وو.محمد ګل خان مومند بابا نارینه اولاد نه درلود یوازي یوه لور یې درلوده چي په خپل ژوندون یې د لال پوري صالح محمد خان زوی ته ورکړې وه.ارواښاد مومند بابا پر سیاسي او عسکري خدمتونو سربېره په علمي او ادبي برخو کي هم پاخه ګامونه اخیستي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره یې غټ کارونه کړي دي. کوم وخت چي په کندهار کي تنظیمه رئیس وو نو هلته یې اعلیحضرت محمد نادرشاه په اجازه په ۱۳۱۱شمسي کال کي د پښتو انجمن لومړۍ تیږه کېښوده چي بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل سو او د کابل د ادبي انجمن سره یو ځای سو او وروسته ورنه په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د پښتو ټولنه جوړه سوه.ده په کندهار کي رسمي دفترونه په پښتو اړولي وو چي بیا وروسته دغه لاره چا ټینګه نه کړای سوه.ده په کندهار کي ډېر ځلمیان وروزل او د پښتو د خدمت میدان ته یې وایستل. د کندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو اوښتی دی. د ده لومړنی اثر د پښتو سیند څخه شروع کېږي د دې قاموس د لیکلو لپاره یې له ډېر پخوا څخه د لغاتو په را غونډولو لاس پوري کړی وو خو د کتاب په شکل په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د کابل په عمومي چاپخانه کي چاپ سو او ناچاپه کتابونه یې هم سته چي عبارت دي له ۱- پښتني روزنه

۲-پښتونواله
۳ـ د پښتو لویه نحو(معاني او بیان)
۴- د پخلي کتاب چي ۴۰۰ مخونه لري...

په اخیر کي دا وایم د خوشحال بابا خبره باید هر څوک واوري

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مکړه
زه په  همدې  افتادګي کي لوی  ګړنګ  یم