د "لمنه" كلتوري ټولنې له خوا يوه خپلواكه ناپېلي، كلتوري او ټولنيزه درې مياشتنۍ خپرونه له چاپه راووتله. د دې خپرونې د چلښت چارې ځوان او تاند ليكوال ښاغلي عرفان الله ځپاند پر غاړې اخستي دي، چې دخپل فرهنګي يون د لومړي پسرلي لومړنۍ غوټۍ يې راسپړلې ده.
لمنه په لمن كې غوره ادبي، كلتوري، او علمي ليكنې لري.
د دې خپرونې لومړۍ ګڼه چې په كوم صحافت، محتوا او ښكلا خپره شوې دا ترې څرګنديږي، چې "لمنه" ښه راتلونكى او روښانه تګلاره لري