نيټه: ٧/١٢/١٣٨٩ - ٢٦/٢/٢٠١١
کابل - افغانستان
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو ټولنيز او پوځي شخصيت جنرال عصمت الله ميرکي په کابل کې د دي فاني نړي څخه د هميش لپاره سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد جنرال ميرکي يو پياوړي، ټولنيز او پوځي شخصيت ؤ چې د لوړو زده کړو خاوند او کلونه کلونه د هوائي او هوائي مدافع قوا په لوي قومانداني، د کابل د امنيي مرستيال قوماندان، د کندهار د امنيي قوماندان، د کورنيو چارو وزارت د مخابري د رئيس په توګه په ډېره سپيڅلتيا او صداقت چاري تر سره کړي او وروستيو کلنو کې په جرمني کې د کډوال ژوند شپي سباکولي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د جنرال ميرکي مړينه هېواد او ولس ته يو ضايعه بولي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمۍ کورنی، دوستانو او خواخوږو ته ېي جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
د ټولني مشر