د ارواښاد جنرال عصمت الله ميرکي د مړيني په مناسبت دمیرویس نیکه دکلتوری ټولنی پيغام
په ډېري خواشيني سره مو خبر واخیست چې ،د هېوادداردو اوڅارندوی میلی او پوځي شخصيت جنرال عصمت الله ميرکئ په کابل کې په حق ورسید. انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد جنرال ميرکئ يو پياوړئ، میلی ،باایمانه اوپوځي شخصيت ؤ چې د لوړو زده کړو خاوند او کلونه کلونه د هوائي او هوائي مدافع قوا په لوي قومانداني، د کابل دنړیوال هوایی ملکی ډګرلوی آمر، د کابل څارندوی دقوماندانۍ امنيتي مرستيال ، د کندهارولایت د امنيي قوماندان، د کورنيو چارو وزارت د مخابري د رئيس په توګه په ډېره ایمانداری او صداقت چاري تر سره کړي .دمیرویس نیکه دکلتوری ټولنه د جنرال ميرکي مړينه هېواد او ولس ته يوه لویه ضايعه بولي اوټولی کورنۍته یی د لوي خداي (ج) څخه صبرغواړی اوارواح ښادته له عظیم الله څخه جنت الفردوس غواړی روح دي ښاد وي . په درنښت
مونشن / آلمان