ښاغلی میوند میرکی !
د سترشخصیت اولوی انسان (ستاسي دپلار) د شهادت له امله مي د مساپرۍ شپه په ګروم نارامه سوه ،
هغه ته دي الله پاک جنتونه ورکړي ؛ تاسي ته حوصله او زغم..
تر غمشیریکۍ وروسته غواړم په ګیریانۍ هم زړه درته خالي کړم او ووایم چي څونه عاجزه ؛ څونه مظلوم او څونه محکوم ولس یو ؛ چي په خپله مېنه ، خپل اولس او خپل نظام کي مو پر خپل حق مشران په زندان کي ساه ورکوي ...
دا وګړی په وجود څوني غني دئ
خوپه برخه جوارګر دئ تاواني دئ
دا تسلیت یواځي تاته نه ! بلکي ټول مظلوم او محکوم پښتون قوم ته وړاندي کوم اوستاپه شمول د ټولو د زولنو د ماتېدو هیله کوم.
هارون حکیمي
۲۰۱۱/۲/۲۸
واشنګټن ډي سي - امریکا