دښځودنړيوال پيوستون په مناسبت دمبارکی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42733
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2011-03-07


بسم الله الرحمن الرحيم
روزجهاني زن مبارک باد
نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ

فرخنده بادخاطره فراموش ناشدني هشت مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان

سويډن – مالمو
د۲۰۱۱ م کا ل دمارچ  شپږمه 

دهيوادپياوړواو قهرمانوخويند اوميندو!
تر هر څه وړاندي تاسو اوپه  نړۍ  کښې تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي  وړاندې کوو.
ستاسو اودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دخپلورواحقوقو تر لاسه کېدو،جنسې  ستم ، تبعيض،تېری اوظلم دپاي ته رسېدوپه موخه عادلانه مبارزه کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو.
دښځودنړيوال پيوستون  ورځ اوږدتاريخ لري،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونو اوټولنوددې ورځي دياداودرناوي په غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .
   په يوشمير هيوادوکې  تراوسه ددې ورځې دتجليل په غونډو اولاريوکې ښځې  ددولتي پوليسولخوا تهديد اوسپک برخوردورسره کيږي  اوپه ځينو هيوادوکي چي رهبران ئي ددموکراسی اوټولنيزعدالت خبري کوي بيا ددې ورځی په مناسبت دغونډو،لاريون او کنفرا نس جوړول  کدغن  شوئ دي اوښځوته داحق نه ورکول کېږي چي ددې تاريخي ورځي يادژوندی وساتي اوياپدې بهانه خپل چوپ سوی اواز اوچت کړي .
سږ کال هم په افغانستان  اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي نمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېشه ټولنې د ښځو سره د زور زياتي،کورنی  اوټولنيزتاوتريخوالي له امله ژوري اندېښنې څرگندوي .
له بده مرغه دنړيوالوزبرځواکونوترمنځ دنفوذدسيمودپراختياپه موخه دافغانستان په گډون دنړۍ په گوټ گوټ کښي جگړه روانه ده اوپدې جگړه کښي دمختليفوعيني  دلايلوله مخې تر هرچازيات ښځه زورېږي،ځکه هغه نه يوازي خپله بلکي  دژونددملگرۍ اودزړه ټوټه (ماشوم)ئې هم ددې تورناورين قرباني دي  .
هيله منديم يوچي ددموکراسی اواسلامي اخوت د ټېکدارانوله منگولوزموږ ولس ژوندی پاته  اوله دې ورپېښو ناندريواوناخوالودلوې څښتن په مرحمت دتل لپاره نجات ومومي  .
له بدمرغه  تر اوسه لاهم ددولتي مشرتابه اونړيوالي ټولنې دټولوعجيبو اوغريبو وعدوسره دبشردحقوقو نړيوال سازمان له افغانو ښځو اوماشومانو سره د زور زياتي له کبله ژوری  اندېښنې څرگندوي  .
 ددې ورځي ياد سږکال هم دنوروکلو پشان پداسي شرايطو کې کيږي چې په زيات  شمير هيوادوکي  ښځې په لويه کچه د اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي  ستونزوسره لاس په گريوان دي.
موږځانونه  عربي هيوادودخلک سره په ټولوبرياوو اوغم کي شريک بولو،دشنواوزرغونوانقلابونوقربانيانوته دمغفرت دعااوپاته کسانوته ئې په خپله وړاندي سوې موخه کي ددوي دولس په گټه دلازياتوبرياوو غوښتنه کوو. اوپدې  هيوادوکي دښځواوماشومانو ته ورټېښو ستونزو اندېښمن کړې .دملگروملتودسامان په گډون له ټولونړيوالو سازمانوڅخه غوښتنه کوو چي پدغوهيوادوکي له بېځايه سوو کورنيواومحتاجوکسانوپه ځانگړې توگه مور اوماشوم سره عاجلې مرستې وکړې اوددې بشري ناورين مخه ونسي .
په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالی خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي ،همدا اوس  په افغانستان ،عراق ،فلسطين ،يو شمېر افريقايي  اسيايي هيوادوکښي  هر ورځ  ميندي اودهغوي ماشومان  دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .
دښځوپه مقابل کي زورزياتی،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواوپېغلو ورکول ،خرڅول ، وهل ،ټکول ،دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې  شپېته کلن اوياکلن سړې  ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجونورا گرځول ،دښونځيو سو ځول ،دکارپه ځايوکه دښځو توهين  اوتحقير نارواغوښتنې ، نارينه دجرم په مقابل کښي ښځه په بدۍ کي ورکول ،په تلويزيون کې دښځورا څرگنديدل  او سندرو ويلوسره مخالفت اونوري نارواکړنې  دښځوپه وړاندي پربشري حقوقواوټولنيزعدالت  بربنډ تېرۍ بلل کيږي  .
موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو، سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگواوهمدا ډول  دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړئ چي زموږ خويندي اوميندي له دغه ناخوالونه نجات ومومي .
پرېږدئ چي زموږ انجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ، فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله  ونډه واخلي .
د اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه په کلکه  غوښتنه کوو چي دښځوسره  ناروااوله انصاف نه ليري کړنوته دپاي ټکی کښېږي   .
افغانه مېرمن  بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني او مسلماني  په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دخپلو ورنو سره يوځاي اوږه پر اوږه  فعا له او برابره ونډو واخلي  .
موږپدې باوريوکه چيري په دولتي لوړمقامونوکښي ښځې په کارو وگمارل سي په يقين سره به ددولتي فساد او رشو تخوريو، ملي اوشخصی شتمنيودچوراوچپاول مخه تر ډيره بريده ونيول سي  .
موږپدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چلنددوام لري ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي  بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلوورستيو مرحلو ته رسېږي که دغو ناخوالوته  ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍخپرونې اداره  افغان چاروکواو نړيوالو سازمانونوته وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته په هر اړخيزې توگه جدي پاملرنه وکړي  ،ترڅوددوي ته دسوکاله ،هوسااوبسياژوندامکاناتوبرابر شي .
ددې ټکی په يادولوسره چي موږ ته په هېڅ صورت اوبهانه دخپل هيوادپه ښځينه  ټولنه کښي  غربی ناوړه ،شرمېدونکی اوله اخلاقي چوکاټ نه ليري کړنې ،ناستې پاستي  اولباس اغوستنې دمنلو وړندي اود له هغه  دودسره موافق نه يو، هيله  منديوچي يوه ورځ  زموږ  غيرتي خوندي اومندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندپه ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي .
موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالو سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشووناخوالودله منځه ولولپاره عملي کارونه سرته ورسوي  . ومن الله التوفيق

ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب