څو ورځې وړاندې د شهادت ورځپاڼې او ويب پاڼې په نشراتو کې د ښاغلي حقپال يوه ليکنه د مرجفينو په اړه خپره شوه، د يادوني وړ ده چې شهادت ورځپاڼه د حزب اسلامي يوه مربوط خپرونه ده، او حقپال د حزب اسلامي د امير له لسګونو مستعارو نومونو څخه يو نوم دی چي حکمتيار صاحب پرې کله نه کله خپلي ليکني کوي . د مرجفين تر نامه لاندې د ښاغلي حکمتيار صاحب ليکنه تاسو کولی شئ چې د شهادت ويب پاڼې په ليکنو کې ومومئ.
پدې ليکنه کې شاغلې حکمتيار صاحب د مرجفينو په اړه داسې ليکي: قرآن يوې ډلي ته د (مرجفين) نوم وركړى، دوى ئې د منافقينو او بيمارزړو په څنگ كي ياد كړي، دا هغه خلك دي چي كار ئې د صالح، پاك لمنو او پاك زړو مسلمانانو په ضد تبليغات كول او د مسلمانانو په ليكو كي غلط او بې بنسټه افواهات خورول وي، دوى د خپلو تبليغاتو په زهرجنو غشو سره هغه څوك په نښه كوي چي دوى ئې د خپلو غرضونو په وړاندي خنډ گڼي، دوى عادي شاكيان او ناراضيان نه دي، د مرورو په نامه هم نشي يادېدى، بلكي نفاق او بيمار زړونه ئې دغو تبليغاتو ته هڅوي .
په وروستنيو پراګرافونو کې ښاغلی حکمتيار صاحب ليکي چي هغه څوك چي د ټيلفون له لاري يوه او بل ته د حزب په ضد پيغامونه لېږي، ناروا او دروغجن تبليغات كوي، پوچه خوله خوځوي او ښكنځلي كوي، حتى وايي: فلانى او فلانى د خطونو د لېږد رالېږد دنده لري، داسي تور زړي او مرجفين يقيناً چي له ډېرو نورو ذليلو كارونو هم ډډه نه كوي .
ښاغلی حکمتيار صاحب زياتوي: زه په دې هم كلك باور لرم چي مرجفين تر ټولو زيات له دې وېرېږي چي په حزب كي د امير، شورى او اجرائيې لپاره انتخابات ترسره شي، ځكه دا كار دوى خلع سلاح كوي او د تبليغاتو گوډي ئې سوري كېږي، هغوى ته خپل حيثيت ښه معلوم دئ، دوى يوازي له غير قانوني لارو خپلو موخو ته رسېدى شي او امتيازات ترلاسه كولى شي، د دوى تبليغات د دې لپاره دي چي حق السكوت ترلاسه كړي، دوى د منتخبي شورى پر ځاى انتصابي شورى او د منتخب امير پر ځاى قيادي شورى غواړي، د دې پروا هم نه لري چي دا دواړه غوښتني د حزب د اساسنامې خلاف دي، خو كه همدا غلطي غوښتني هم ورسره ومنل شي خو دوى نه شورى ته لار ومومي، نه اجرائيې ته او نه قيادي شورى ته، چي يقيناً همداسي به كېږي، ځكه مخلص حزبيان ښه او بد، مخلص او غيرمخلص، اهل او نااهل ښه پېږني، نو بيا به هم گورئ چي د دوى ښكنځلي او پوچ تبلغيات به د مخكي په څېر او تر مخكي هم لازيات توند، تېز او قهرجن وي.
که تاسو دا ليکنه لږ غور سره ولولئ نو دا خبره به درته څرګنده شي چې حزب اسلامي په رښتيا له يو دروني کشمکش سره مخ دی، دا چې ښاغلی حکمتيار صاحب خپل قيمتي وخت دی ليکنې ته ورکوي او د حزب دننه خپل حزبيان د مرجفينو په نامه يادوي، دا په خپل ځای د دی خبرې ښکارندوی دی چې د حزب دننه کشکمش يو جدي حالت ته رسيدلی چې د حکمتيار صاحب مداخله هم پکې ضروري ليدل کيږی او د دوو ډلو په مينځ کې د اسلامي ګوند امير هم د يو طرف حمايت کوي او بل طرف په کلکه ټکوي .
که د حزب اسلامي دننه حالاتو ته لږ زير شو او د حزب دننه د کشمکشونو، بغاوتونو او انشعاباتو تاريخچه هم په خپل فکر کې ونيسو نو دا خبره به هر چاته د لمر په څېر څرګنده شي چې دغه حزبيان چې ښاغلی حکمتيار صاحب يې د مرجفينو او بيمار زړو په نامه يادوي، دا هماغه عادي حزبيان دي چې د ښاغلي حکمتيار صاحب له سرکښيو او بې انصافيو تنګ راغلي. دا هماغه حزب دی چې د افغانستان په لسګونو تنظيمونه د دغه تنظيم له خيټې پيدا شول، اوس هم د انشعاباتو لړۍ پکې دوام لري، او اوس دا دی ښاغلی حکمتيار خپلو حزبيانو ته د بيمار زړو نوم هم ورکوي. سره د دی چې د حزب اسلامي له مرکز شمشتو څخه هميش خبريږو چې حزبيان په چغو دي، او همدا نارې وهي چې حزب اسلامي کې به کله شورايی سسټم رامنځته کيږي، کله به د حرب دننه انتخابات ترسره کيږي، کله به مرکزي شوری رامنځته کيږی، ترڅو به د حکمتيار صاحب د خپلې خوښي دکتاتوري سسټم روان وي، ترڅو به هر څه د ښاغلي حکمتيار په خوښه چليږي، او ترڅو به د پښتنو حقوق پکې پايمال وي. د يادولو وړ ده چې اسلامي ګوند ياني حزب اسلامي د غير پښتنو په لاس کې دی، او پنچشيريان پکې ښه لوی قوت ښميرل کيږي .