بسم الله الرحمن الرحیم
نېټه : ١٩ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-03-10
ریښتیا هم چې علمې پوهه او جوهر، که په هر ځاې کې وي ، پټ نه پاته کیږي ،اویوه ورځ د روڼ سهار په څیر خپلې وړانګې خپروي . محترم داودعظیمې هم خپل دغه پټ جوهر دخپلو نه ستړیدونکو پرلپسې هلو ځلو په واسطه نړیوالو ته را څرګند کړ او دادې نن یی د خپلې پوهې ، وړتیا او په خپلو هلو ځلو کې د نه ستړی کیدونکو ځوانانو نړیوال مقام ترلاسه کړ .
په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم( World Economic Forum) داود اعظمي په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ په کچه د ځوانو د نړيوالو مشرانو Young Global Leaders (YGL په ډله کې غوره کړ او دهغه ددغه مقام درنښت یی وکړ.
محترم داود عظیمې دهره اړخه دداسې جایزې وړ او مستحق شخصیت دې ، کاشکې زمونږ د ولس سیاسي چارواکې هم دخپلو ځوانانو دعلمې ودې او وړتیا په اړه او تر څنګ یی د نورو ځوانانو د تشویق له پاره هر کال دغسې ځوانان و لمانځې او دهغوې د وړتیاو د زیادښت او پرمختګ له پاره هڅونکي ګاومونه واخلي.
په دې اساس په اروپا کې دحزب اسلامي د سولې اوسیاسي جرګګۍ دمشرتابه هیئت دخپله اړخه محترم دواد عظیمې ته د هغه د دې وړتیا اواستعداد او ددغې سترې جایزې دګټلو په خاطر د زړه له کومې مبارکې وایي او دالله تعالې څخه ورته د نور هم ستر او لوړ مقام غوښتنه کوي .
ژوندي دې وي د ویاړلي افغانستان ویاړلې نسل .
په اروپا کې دحزب اسلامي افغانستان د سولې اوسیاسی جرګګۍ ممثل