هر کال ۲،۵ میلونه انسانان له الکولوڅښلو خپل ژونددلاسه ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42962
پوهنیار ډاکټر حفیظ الله ملنګ
دخبریدو نیټه : 2011-03-18

په نړی کې هر کال ۲.۵ میلونه انسانان د الکولو د استعمال له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوی:  

نړیوال روغتیایی سازمان ۲۰۱۱ عیسوی کال د فیبریوری په ۱۱ نیټه د الکولو په اړوند په یو تازه خواره شوی راپور کی داسی لیکلی دی: 

په نړی کی هر کال ۲.۵ میلونه خلک د الکولو د څښلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی. ترټولو تازه څیړنه چې  تر سلو څخه ډیرو مملکتونو کی د الکولو داستعمال په اړوند شوی ده ، پورته حقیقت تاییدوی او  داسی وړاندیزکوی چې ددغه حقیقت په منلو سره باید دنړی ټول ملکونه داسی پالیسی جوړه کړی چې په راتلونکی کې یې دالکولو دضرر څخه دوګړو ژوند خوندی کړی او د الکولو دهغو بدو اثراتو څخه چې په روغتیا یې لری خپل وګړی وژغوری.