نن د قســــــمت په سیـــــــالۍ بیـــــــــا راوزو
لــــــــکه هــیـــــــــــنــــداري بې ریـــــــــــــا راوزو
د ژوند پر لـــــــــــــور لکه مــاشومې سترګي
د اوښــــــــــــــکو ډکي په خـــــــــــــنــدا راوزو
له درو میاشتو راپه دیخوا د لراوبر افغانانو تر منځ د مشورو اوبحثونو وروسته لراوبر افغانانو وپتیل چي په کډوالۍ کښي د کډوالۍ ژوند د چارو د ښه سمبالښت ، د خپل کلتور ، مذهب او ژبي پیروي او خپل راتلونکۍ نسل د افغاني ، انساني او اسلامي ارزښتونو د سمبالولو په خاطر کلتوري غونډ جوړ کړي .
له بحثونو وروسته د لراوبر افغانانو له خوا د (( لراوبر افغان کلتوري ټولنه )) تر نوم لاندي د ټولني پر نامه توافق وشو . لراوبر افغان کلتوري ټولنه د نوي ۱۳۹۰ هجري شمسي کال د رانوي کیدلو په ویاړ خپل وجود اعلانوي
لراوبر افغان کلتوري ټولنه ویاړي چي په لومړي ځل د لراوبر څخه افغانان په خپل منځ کښي په یوه خوله د کډوالۍ ټولو ستونزو ته په ګډه اوږه ورکوي .
لر اوبر افغان کلتوري ټولنه خپلواکه او په هیڅ یوسیاسي اوحکومتي جریان پوري تړاونه لري .
لراوبر افغان کلتوري ټولنه په بلجیم کښي د افغانانو د نورو ټولونو د وظایفو ، لایحو او خپل منځي چارو ته د قدر په سترګه کتلو سره د یوې جرګې حیثیت خپل کړی او د ټولو بلجیم میشتو افغانانو له پاره ئې د ټولني غړیتوب ته لاره پرانیستی ده .
لراوبر افغان کلتوري ټولنه ، لراوبر افغانانو ته خبر ورکوي چي د مارچ د میاشتي پر شپږویشتمه نیټه نوموړې ټولنه د جشني مراسمو په ترڅ کښي خپل کار پیلوي
لراوبر افغان کلتوري ټولنه ویاړ لري چي د غونډي د مشر میلمه په توګه د افغان تاریخ پوه لیکوال ، څیړونکۍ او د کابل پوهنتون د لرغونپوهني د پوهنځي استاد ښاغلی پوهنوال رسول باوري ، د ګډون هرکلی کوي . ښاغلی پوهنوال باوري په سیمه کښي د میشتو قومونو او قبیلو د تاریخ او ثقافت په اړه ارزښتناکه وینا کوي .
زموږ جشني پروګرام
د ټولني د ایجاد پر ضرورت ، څو لنډي خبري
د ټولني پرانیستل
مشاعره
اتڼونه او خوږه موسیقي به د راغلو افغانانو تنده ماته کړي .
له ټولو بلجیم میشتو او اروپا میشتو افغانانو ، شاعرانو او لیکوالانو څخه چي په غونډه کښي غواړي ګډون وکړي ، لراوبر افغان کلتوري ټولنه ئې هرکلی کوي او همدارنګه له ټولو شاعرانو څخه چي شعر لولي ، هیله کیږي ، چي د لراوبر افغان او همدارنګه پسرلي ته لیکل شوي شعرونه زموږ څخه دریغ نه کړي ، راشي او موږ ته یی واوروي .
وخت : د مارچ د میاشتي شپږویشتمه
د شنبی ( خالي ) ورځ د ماښام شپږ بجې
ادرس : امید صالون
Rondenemweg . 142
1500 Halle , Belgique