د زابل ولایت مېشتې فرهنګي او ادبي کړۍ غواړي چې د بادام ګل دودیزه مشاعره د تیرو کلونو په څير یو ځل بیا په ښو مراسمو ولمانځي.
ټاکل شوې ده چې دغه مشاعره د راتلونکې جمعې مبارکې په ورځ چې د روان لمریز کال د وري له ۱۲ مې نيټې سره سمون خوري د کلات ښار د د ښاروالۍ په تالار کې ولمانځي.
موږ په لر او بر کې ټولو پښتنو شاعرانو، لیکوالو او د ادب مینه والو ته پدغه پرتمینه مشاعره او میله کې د ګډون بلنه ورکو تر څو پخپل راتګ سره دغه غونډه لا زیاته ښکلې کړې.
ښه په ډاډه زړګي راځئ ملګرو
سترګې په خپلو بڼو نه درنیږي
ستاسي د راتلو په هیله – د زابل ادبي کړۍ