مور، که به څه هم د دښمن وه خو چي بوره به سوه
والله چي زه به په زهیر ومه، تر ډېره پوري ...
هغه دروېش چي د دښمن په مرګ یې ، د دښمن د مور په غم لا تر ډېره پوري زړه خوږېدۍ، نن د خپلي خوږې مور د بېلتانه په غم غمجن دﺉ، خو غم به نو کومه مثبته پایله ولري ... ؟ د رحمان بابا رحمت الله علیه خبره ( مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا..؟) او د غني خان خبره خوله مو هم نه جوړیږي چي ظالم ووایو د هرڅه خاوند او پر هر څه قادر ته!
بس ؛ ښاغلي دروېش دراني او درنې کورنۍ ته یې تسلیت او مور بي بي ته یې جنتونه غواړو.
الله پاک دي و رحمیږي
هارون حکیمي – کابل
۱۳۹۰/۰۱/۱۱