درویش دراني ته دبایزن میشتو افغانانو دخواخوږی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43288
محمد امین بسمل
دخبریدو نیټه : 2011-04-03

دروېشه دروېشان خو درمالوم دي ښه پوره
هر یو دې په غم  غم  خوري هر یو دی خپه خپه

په خورا خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ چې زموږ  دګران  دروېش دراني  صاحب  ګرانه مورکۍ له دې نړۍ څخه وکوچېده .

انا للـــــــــــــــــــــــه وا نا اليـــــــــــــــــــــــه راجـــــــــــــــــــــون
د پښتو ژبې  درانه او منلي  شاعر ګران او قدردان  دروېش  دراني صاحب  او  درنې کورنۍ ته  یې  جرمن  مېشتي فرهنګیان او فرهنګپال خپله ژوره  خواشیني څرګندوي .

درونداو په موږ ګران دروېش درانی صاحب!
ستاسوپه  دې  دردوونکي غم کې موږ  ټول له  تاسو سره ځانونه  شریک ګڼوستاسو د تسلیت  لپاره  دومر ه  وایو چې :
لکه څنګه چې ژوند حق دی همداسې مرګ هم حق دی .
موږ ټول  ژوندي موجودات  خالق خلق کړي یواوخالق مونېست کولای هم شي موږ له هغه لوی ذات څخه تاسو ته جمیل صبر او ګرانې مورکۍ ته مو ښکلي جنتونه غواړو.

دجرمني په بایرن آیالت کې د افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب