په ولايت کې له يوه مجلس نه وروسته چا راته وويل چې د درويش صاحب مور بي بي په حق رسېدلې ده، ژر مې ټېلفون را واخيست چې له چا مالومات کره کړم، په همدې - همدې کې د ځوانانو يووالي ټولنې دفتر ته راغلم ګورم چې ګڼ ځوانان را ټول دي، فکر مې وکړ چې ښايي د کندهار د مظاهرو د مرګ ژوبلې په اړه انديښمن دي او يا هم په لغمان کې د مظاهرو د سوليزتوب پلان جوړوي، له يوه مې وپوښتل: ويل يې د درویش صاحب د مور بي بي له وفات نه خبر شوو خو څنګه ورسره خپله خواخوږي شريکه کړو، دعاوې مو سره وکړې او له هغې وروسته راغلم او نيټ ته کښېناستلم او دادی د لغماني ځوانانو او فرهنګيانو تاثرات مې د درويش صاحب کورنۍ ته وکښل، موږ ټولو دا دعا وکړه چې د پښتنو لپې دې د درویش صاحب مورته پل صراط شي چې په اسانې پرې واوړي او د ابد لپاره په جنت کې مېشته شي او درویش صاحب ته دې خدای د زړه صبر ورکړي.
انالله وانا اليه راجعون
د لغماني فرهنګيانو او ځوانانو په استازيتوب