د ځوان يون ټولنيزې ټولنې خبرتيا !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43508
پرويزساپى
دخبریدو نیټه : 2011-04-14

د ټولو هغو پښتنو ورونو دپام وړ چې لا هم د سترو كولتوري يرغلونو وروسته يې په وينه كې د پښتو مينه او رنګ زرغون پاتې دى !

تيره ورځ د سقاوي او چورتالان ډلي يو نالوستې غړي جاويد كوهستاني له ارمان ملي ( احماقت ملي ) ورځپاڼې سره په مركه كې ويلي و چې ټول پښتانه د پاكستان دڅارګرې ادارې ګمارل شوي اجيران دي او په هېواد كې روانې ناامنۍ هم د پښتون ټبر له امله رامنځ ته شوي دي .

كوهستاني وړاندې ويلي و( دپاكستان څارګره اداره له پښتنو څخه يوې پوځي وسيلي په توګه كار اخلي .)
بيا سپكونكي او زورونكي خبره يې دا وه چې نورين راډيو تلويزيون چې ځان د رسنيو په ډګر كې يوه ژورنالستيكي شبكه بولي په همدې مركې يې تيره شپه ( چهار شنبې دشپې اووه بجې _۱۴_۴_۰۱۱ ) يوه ژوندۍ خپرونه جوړه كړي وه او د خلكو سره يې د ټيلفوني اړيكو له لارې د پښتون ټبر په اړه د ژورناليزم او انساني ارونو پر خلاف سپكې خبرې سپورې ويلي او د انډول په موخه يې له يو پښتون سره هم په دې  اړه خبرې ونه كړي .

درنو ځوانانو ! په همدې موخه د ځوان يون ټولنيزه ټولنه په پام كې لري چې د شنبې په ورځ چې د وران زيږديزكال د اپريل دمياشتې له شپاړلمې نېټې سره برابره ده د هېواد لويې څارنوالۍ ته  د كوهستاني د نيولو او پوښتنو ګرويږنو په موخه عرض پاڼه وړاندې كوي تر څو دغه نالوستې او ايرانى ګوډاګي دهيواد د اساسي قانون سره سم له دې امله سخت مجازات كړي چې دهېواد ستر ټبر پښټون ته يې سپكاوى كړي دي ځكه هېڅوك دا رښته نه لري چې برناحقه بل ټبر ته سپكاوي وكړي
نو له ټولو پښتنو ورونو څخه په درنښت سره هيله كيږي چې په لاندې پته او شميره د ځوان يون ټولنيزې ټولنې سره اړيكه ونيسئ ترڅو يو ستره عرض پاڼه لويې څارنوالۍ ته وسپارو.
دټولو ويده پښتنو د راويښيدو په هيله .
د ځوان يون ټولنيزې ټولنې د دارلنشا مسول پرويزساپى
كابل افغانستان
Faqirzoy_sapy@yahoo.com
0700799020
0786863586