«په جنت کې مسافر» کتاب چاپ شو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43624
حيران
دخبریدو نیټه : 2011-04-20

د ښاغلي عبدالهادي حيران «په جنت کې مسافر» کتاب چې لويديزې نړۍ ته د تګ د هڅو د لارې د ستونزو د انساني قاچاقبرو د پلمو او درواغو، په لويديزې نړۍ کې چې د لرې لکه جنت برېښې د مهاجرينو او په کمپونو کې د اوسيدونکو د تکليفونو ريښتينی انځور په ۱۸۵ مخونو کې په خورا ښکلې قطع او صحافت د ختيځ بيارغونې موسسې (کور) له خوا ۱۰۰۰ ټوکه د بزګر بنسټ په مالي مرسته چاپ او لوستونکي کولای شي د کابل او جلال آباد له کتاب پلورنځيوله لارې يې لاس ته راوړئ.