ديوې فتوی په رد کښي فتوی (په زړه پوري تحقيق ) :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43662
دارالافتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-04-22

فتو ی نمبر(۹۸)  .

 
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .

 

مستفتي    :  سجاد احمد

 

محترم مولوی صاحب د لاندي  سوال جواب په باره کی ستا نظر څه دی آیا دا نوموړی جواب ستا د قناعت  وړ دی کنه او نه دی دکوم نص په اساس چه البته ممناعت یی په کتاب یا سنت سره ثابت وی جواب  یی ورکړی ستاسی دمعلوماتو لپاره دا پورته سوال www.islamway.comیا طریق الاسلام کی راغلی دی


السؤال:
 
     ما حكم الإسلام في "oral sex" أي "الجنس بالفم" وهل يدخل ذلك ضمن معنى الآية الكريمة: {نسآؤكم حرثُ لكم فأتوا حرثكم أنّى شئتم} مع العلم أن معظم الرجال يطالبون به زوجاتهم بعد كل ما يرونه في الطرقات و الأفلام الأجنبية في القنوات الفضائية والإنترنت ؟


المفتي: حامد بن عبد الله العلي


الإجابة:
 
كل الاستمتاع بين الزوجين يجوز إلا المجامعة في الدبر، وكذا الإيلاج في الفرج حال الحيضة، إلا ما كان فيه ضرر فيحرم، ولا يجوز إجبار الزوجة على ما ليس من الاستمتاع الفطري، كالذي ذكر في السؤال، ولها أن تمتنع من ذلك.
وهؤلاء الأزواج هم الذين بحاجة إلى توجيه، لأنهم يعاملون زوجاتهم كما يرون كلاب الكفر تعامل المومسات، وهذا أمر مؤسف جداً، فالزوجة المسلمة كريمة بإيمانها وإسلامها، كريمة بعلاقتها الزوجية التي وصفها النبي صلى الله عليه وسلم بقوله "أخذتموهن بأمانة الله تعالى"، وسمّاه الله: {مِّيثَاقاً غَلِيظاً } فالواجب أن لا يعاملها الزوج إلا بغاية الإكرام

السؤال:   ما حكم إشباع رغبة المرآة عن طريق لحس فرجها بلسان زوجها و كذلك بالنسبة للرجل ؟
وجزاكم الله خيرا


المفتي:  خالد عبد المنعم الرفاعي


الإجابة: 
 الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعد:

فإن الأصل في استمتاع كل من الزوجين بالآخر الإباحة، إلا ما ورد النص بمنعه: من إتيان المرأة في الدبر، وحال الحيض والنفاس، وما لم تكن صائمة للفرض، أو محرمة بالحج أو العمرة.
أما ما ذُكر في السؤال من لعق أحد الزوجين لفرج الآخر، وما زاد على ذلك من سبل الاستمتاع المذكورة في السؤال - فلا حرج فيه: للأدلة التالية:
- أنه مما يدخل تحت عموم الاستمتاع المباح.
- ولأنه لما جاز الوطء وهو أبلغ أنواع الاستمتاع، فغيره أولى بالجواز.
- ولأن لكل من الزوجين أن يستمتع بجميع بدن الآخر بالمس والنظر، إلا ما ورد الشرع باستثنائه كما قدمنا.
- قال تعالى: {نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ} [البقرة:223]،
قال ابن عابدين – الحنفي - في "رد المحتار": "سَأل أبو يوسف أبا حنيفة عن الرجل يمس فرج امرأته وهي تمس فرجه ليتحرك عليها هل ترى بذلك بأساً؟ قال: لا, وأرجو أن يعظم الأجر".
وقال القاضي ابن العربي – المالكي -: "قد اختلف الناس في جواز نظر الرجل إلى فرج زوجته على قولين: أحدهما: يجوز: لأنه إذا جاز له التلذذ فالنظر أولى ...
وقال أصبغ من علمائنا: يجوز له أن يلحسه – الفرج – بلسانه".
وقال في "مواهب الجليل شرح مختصر خليل": "قيل: لأصبغ: إن قوماً يذكرون كراهته: فقال من كرهه إنما كرهه بالطب لا بالعلم، ولا بأس به وليس بمكروه, وقد روي عن مالك أنه قال: "لا بأس أن ينظر إلى الفرج في حال الجماع"، وزاد في رواية: "ويلحسه بلسانه".
وقال الفناني - الشافعي -: "يجوز للزوج كل تمتع منها بما سوى حلقة دبرها, ولو بمص بظرها".
وقال المرداوي – الحنبلي – في "الإنصاف": "قال القاضي في "الجامع": يجوز تقبيل فرج المرأة قبل الجماع, ويكره بعده... ولها لمسه وتقبيله بشهوة، وجزم به في "الرعاية" وتبعه في "الفروع" وصرح به ابن عقيل".
ولكن إذا تُيقن أن تلك المباشرة تسبب أمراضاً أو تؤذي فاعلها، فيجب عليه حينئذ الإقلاع عنها: لقوله - صلى الله عليه وسلم ـ : "لا ضرر ولا ضرار": رواه ابن ماجه، وكذلك إذا كان أحد الزوجين يتأذى من ذلك وينفر منه: وجب على فاعله أن يكف عنه: لقوله تعالى: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ} [النساء:19].
وينبغي هنا أن يراعي المقصد الأصلي من العلاقة بين الزوجين، وهو دوامها واستمرارها، فالأصل في عقد النكاح أنه على التأبيد، وقد أحاط الله – تعالى - هذا العقد بتدابير تحفظ قوامه، وتشد من أزره، بما يوافق الشرع لا بما يخالفه، ويدخل في هذا عموم حل الاستمتاع بينهما،، والله أعلم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

من فتاوى زوار موقع طريق الإسلام.

محترم مفتی صاحب دا هم هغه مخکی پوښتنی ورته یوه پوښتنه ده چه ورته جواب ورکړل شوی دی ستاسی نظر پدی هکله غواړم چه آیا دغه جواب ستاسی دقناعت وړ دی کنه او کنه وی دکوم شرعی دلیل چه البته په صریح نص آیت یا حدیث سره ثابت شوی وی او یا هم دصحابه کرامو په اقوالو سره ثابت شوی وی ستاسی دا لارښوونه دقرآن او سنت په رڼا کی دډیرو خلکو شکوک رفع کړی

 

 

 

الجواب وهوالموفق للصواب   :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین  .
محترمه وروره ! دغه مذکوره دواړه جوابونه ډير ناوا راو باطل جوابونه دي دغه کار چي په دواړو ځايو کښي په سوال کي ذکر سوئ دئ له انسانيت او انساني فطرت څخه ، دارنګه د سليم عقل له حکم ، او د اسلامي مقدساتو او اصولو له مخي ډير ناتراشه ، او د بې حيايي کار دئ .
 له دانسانيت له مقتضی څخه پدې وجه مخالف دئ چي دغه ډول کار په حال کښي د جنسي کار د اجرا کولو حيوانان کوي لکه چي تاسي ته به پخپله معلومه وي ، او د انسانيت مقتضی داده چي دده کړه وړه بايد له حيوانانو څخه ممتاز وي .
او له انساني فطرت څخه پدې مخالف دئ چي انسان ته چي کوم أعضاء الله پاک ورکړيدي نو د هر عضوي او هر اندام ځانته وظيفه ده په هغه وظیفه کښي باید مستعمل سي .
او د عقل له مقتضی څخه پدې وجه مخالف کار دئ چي هر د سالم عقل خاوند پدغه کار کښي نظر واچوي قبيح يې ګڼي ، لکه چي راجح مَسلک هم دادئ چی حُسن ، قبح او ښه والئ او بدوالئ د کارو ذاتي دئ  پدې معنی چي سالم عقل چي يو کار بدوګڼي نو هغه د الله پاک په نزد هم بد دئ ، او چي يو کار ښه وګڼي نو هغه د الله په نزد هم ښه دئ   ، همدا سبب دئ چي علماوو ذکر کړيدي چي اول رسول د خدائ له طرفه و انسان د انسان عقل دئ  .
او د شرعي أصولو له مخي ددې کار د بدوالي دلیلونه پدې شرحه دي  :
(۱) : د اسلام دين له انساني فطرت سره موافق دين دئ ؛ نو پدې وجه چي د انسان له سالم فطرت څخه هر کار مخالف وي هغه له اسلام څخه هم مخالف دئ  .
(۲)  :  اسلام انسان له هغو کارو څخه رامنع کوي کوم چي د چارپايانو کارونه وي ، او که انسان د چارپائ کار کوي اسلام هغه سړئ له انسانيت څخه وتلئ بولي  ، همدا سبب دئ چي څرنګه چي د کومو کافرانو کړه وړه له حيوانانو سره برابر دي  نو هغه الله پاک د حیوانانو په ډول بللي دي ، او د کومو کافرانو کړه وړه چي تر حيوانانو لا هم بدتر دي نو هغه الله پاک تر حيوانانو لا هم بدتر بللي دي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي : « وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (الاعراف : 179) دارنګه فرمايي  : أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا (الفرقان : 44)  .
(۳)  : د اسلام له أصولو څخه يو أصل نظافت دئ چي پدې باره کښي ډير حديثونه موجود دي ، خصوصًا د خولې په باره کښي اسلام د نظافت په لوړه کچه خيال ساتلئ دئ ، همدا سبب دئ چی مسواک وهل په اسلام کښي له مؤکدو سنتو څخه دئ  ، او تقريبًا د (۷۰) مرضونو دفع فقهاوو بللئ دئ ، دغه ذکر سوئ ناتراشه کار تاسي فکر وکړۍ چي د اسلام له دغه أصل څخه څونه مخالف دئ  .
(۴)  : د اسلام دین له افراط او تفريط څخه خالي دين دئ ، هم تفريط په اسلام کښي ناروا دئ او هم افراط  ، دا هم له اسلامي څخه يو هدایت دئ چي : «الجاهلُ اما مُفْرطٌ و اما مُفَرِّطٌ »  د مسلمان هر کار به له افراط او تفريط څخه خالي وي ، تاسي فکر وکړۍ چي په وخت کښي د نزديکت له خپلي ښځي سره هر یو د دوۍ د هغه بل پر فرج باندي خوله ايږدي تر دې اضافه به د جنسي کار په اجرا کولو کښي بل کوم افراط او تر حد تيرئ وي  .
(۵) : د انسان خوله چي د قرانکريم د تلاوت  ،  د الله پاک د ذکر  د خير د خبرو ،د تعليم  او د أمر بالمعروف او نهي عن المنکر مقدسي وظيفي اجرا کوي  نو دا به څونه د برکت او شرافت مرکز وي ، که يو څوک دغه د شرافت مرکز پر داسي ځائ باندي ايږدي چي د هغه نوم لا که سړئ واخلي بې حیا بلل کیږي  ، نو دا به د خدائ پاک وذکر ، د قرانکریم و تلاوت څونه په سپکه کتل وي ، او ددغه متبَرَکْ ځائ به څونه اهانت وي ؟ !!!  
د مثال په ډول یو سړئ چي دلمانځه مصلی لري نو هغه له دې مصلې سره دونه احتياط کوي چی په بې درکه او بې آبه ځائ کښي نږدي او احترام يې کوي   .
(۶) :  د الله (جل جلاله) شکر پر انسانانو باندي لازم دئ ، او د شکر معنی مفسرينو پدې ډول کړېده چي انسان هر هغه شئ چي الله پاک د کومي وظيفي دپاره ورکړئ وي نو په هغه کښي يې کار کړي ، او که الله پاک یو نعمت و انسان ته د يوې وظيفې دپاره ورکړئ وي او دَئ يې په بل کار کښي صرف کړي نو دا د الله پاک ناشکري بلله کیږي  .
(۷)  : کافرانو ، يهودو او نصاراوو به د تورات دالفاظو په غلط ډول معنی بيانوله ، ويوه لفظ ته بې د بل لفظ معنی ورکوله ، اسلام ددوۍ دغه کار به ډير شدت سره غندلئ دئ ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي : «ويُحرفونَ الکلم عن مواضعه»  د الله پاک ددغه مبارک هدايت په اشاره او التزام کښي دغه ډول بې شرمانه کار کوم چي په دغه عربــــــــــــي استفتــــــــــآء کښي ذکر دئ داخل دئ  .
(۸)  : په حال د حيض او نفاس کښي اسلام د ښځي له نامه څخه کښته چي ځینګنونه هم پکښي داخل دي دغه ټوله حصه پر ميړه باندي حرامه کړې ده ؛ له وجي ددې چي پدغه وخت کښي د ښځي شرمګاه محل د پليدۍ ، مردارۍ او ضرر وي ، د نارينه مخصوص عضوه چي وضع يې د همدغه کار دپاره راغلې ده پدغه وخت کښي د حيض او نفاس د ښځي شرمګاه خو څه کوې بلکي تر هغه رالوړ بيا تر ځنګنو پوري له دغي ټولي حصې څخه ممنوع دئ ، لکه چي الله پاک فرمايي : « وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (البقره : ۲۲۲) .
نو لکه چي د حيض او نفاس په حالت کښي د نارينه د عضو مخصوص دپاره هم د ښځي شرمګاه ذريعه د ضرر او دداسي نجاست ده چي هغه ډول نجاست د نارینه په عضو مخصوص کښي نسته چي هغه وينه ده ، د انسان د خولې دپاره د ښځي شرمګاه بې له حاله د حيضه او نفاسه داسي مثال لري لکه چي د نارینه د عضو مخصوص دپاره يې په حالت د حيض کښي لري  .
(۹)  : د اسلامي أصولو له مخي و مسلمان ته هر هغه کار ناروا دئ چي هغه د انسان و صحت په ضرر تماميږي او مرضونه ورڅخه پيدا کیږي ، مذکوره بې حيا کار په باره کښي د موجوده زمانې ډاکترانو او طيب پوهانو دا فيصله کړېده چي له دغه کار څخه و نارینه او ځښي ته زيات خطرناک مرضونه پيدا کيږي  او جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي (لاضرر و لاضرار ) يعنی په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي (موطاء امام مالک او ابن ماجه ) .
په دې باره کې ځنو طبي پوهانو څيړنې کړې دي او هغوی دا ثابته کړی ده چې په دې عمل کې ډير صحي اضرار موجود دي د خولی تماس له شرمګا سره د امراضو او وايروسونو د انتقال سبب ګرځي . لکه د (herpes)  مرض او د (HPV ) وايروس چې بلاخره د خولې د سرطان سبب ګرځي .
(۱۰)  : تاسي ته معلومه ده چي دغه کار  و مسلمانانو ته له يهودو او نصاراوو رانقل سوئ دئ ، د موجوده عصر يهود او نصارا که يې ښځي دي که نارينه جنسي کارونه له حيوانانو سره تر سره کوي ، او اســــــــلام  مسلمان له دې څخه په ټينګه منع کړئ دئ چي دَئ په هغو کارو کښي له کافرانو سره ځان مشابه کړي کوم چي ددوۍ شعار او خصوصيت وي  .
د اسلام پیغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي چي : «خالفوا المشرکين وفرواللحی واحفوا الشوارب » او همدارنګه يې فرمايلي دي :«ان اليهودَ والنصاری لايصبغون فخالفو هم  . رواهما البخاري .
 له حضرت عائشې رضی الله عنهاڅخه روایت دئ چي ما دنبی علیه السلام اوده زما ومخصوص اندام ته ندي کتلي  (مشکاة ج۲ )  نوچي دوۍ مبارکانو دواړود نظرو ساتنه په وخت دقربت کي کوله نو د خولې اندازه تاسي ولګوۍ ، داخوزماعلمي تحقیق ؤ اوس دغه لاندي حدیثونه هم وګورۍ  :

روي الحاکم في صحيحه و ابن وضاح في البدع من حديث حذيفة بن الیمان قال  : «لتنقضن عری الاسلام عروة عروة ، ولترکبن سنن الأمم قبلکم حذو النعل بالنعل لا تخطئون طريقهم و لايخطأونکم ، حتی لو أنه کان فيهم من يأکل العذرة رطبة او يابسة لأکلتموها  ، والله ماهو بالرأي ولکنه الحق اليقين» (لفظ ابن وضاح ) .
فمن شاهد حال الناس اليوم وتقانیهم في أتباع الافرنج علم مطابقتهم لهذه الأحاديث بالحرف وأنها لم تخطئ من وصفهم شيئا ، وأقسم بالله الذي لااله الا هو أنه لو وجد في الکفار اليوم من يأکل العذرة رطبة او يابسة کما في هذا الحديث لبادروا الی أکلها مع اعجابهم وسرورهم بذلک .

وروي البزاز والحاکم من حديث ابن عباس أن رسول الله (صلی الله عليه وسلم) قال : «لترکبن سنن من قبلکم شبرا بشبر وذراعًا بذراعٍ وباعًا بباعٍ ، حتی لو أن أحدهم دخل جحرَ ضبٍّ لدخلتم ، وحتی لو أن أحدهم جامعَ أمه لفعلتُم » .

وروي طبراني من حديث ابن مسعود قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : «أنتم أشبهُ الأمم ببني اسرآئيل لترکبن طريقتهم حذو القذة بالقذة حتی لايکون فيهم شئ الا کان فيکم مثله ، حتی ان القوم لتمر عليهم المرأة فيقوم اليها بعضهم فيجامعها ثم يرجع الی أصحابه يضحک اليهم ويضحکون الیه» .
روي البخاري ومسلم من حديث أبي سعيد الخدري قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : «لتتبعن سنن من قبلکم شبرًا بشبرٍ وذراعًا بذراع ، حتی لو دخلوا جحر ضب لتبعتموهم »  قيل يا رسول الله اليهود والنصاری ؟ قال : «فمن ؟ » .
اوبیا دفقهاوو دغه لاندي ویناوي وګورۍ ! :
د شرمګاه (دپيشاب ځائ) ظاهري حصه بېشکه چي پاکه ده ، ليکن دا ضروري نه ده چي هر پاک شئ دي په خوله کښي ونيول سي ، مچ دی کړ سي او ودي څټل سي  .
ايا ددې اجازه يو چاته ورکيدلائ سي  چي  د پزي دننه حصې ته خوله وروړي  يا د هغه رطوبت په خوله کښي را واخلي  ، سره له دې چي د پزي رطوبت پاک دئ   ؟  دارنګه د مقعَد (دپاخانې د ځائ) ظاهري حصه هم پاکه ده نو څنګه ددې د بوسه کولو اجازت به ورکړه سي ؟ هيڅکله نه  .
نو دغه رنګه حکم د شرمګاه هم دئ ، او ددې بوسه کول او څټل يې سخت مکروه او ګناه ده ، داسي فعل او کار کول د سپیانو ، ويزو او نورو حيواناتو د خصلت  سره مشابهت دئ ، کچیري د شهوت غلبه وي نو په صحبت سره دي ختم کړ سي .
(فتاوی رحيميه ج۶ ص ۲۷۱/ عالمګيري ج۶ ص ۲۴۶) .   

دارنګه د «تحفة النکاح» د رسالې په ۳۵ صفحه کښي پدې اړه داسي لیکل سويدي :
يوه په اخيره درجه منکر ، قبيح او ناخوښه خبر د کومي چي زړه يې ليکل نه غواړي مګر فيشن پرستو انسانانو رائجه کړېده ، نو له دغه وجي د هغې خبري قباحت او بدوالئ بيانول ضروري معلوم سو ، هغه دا چي نارينه خپله مخصوصه عضوه د ښځي په خوله کښي ورکوي او ښځه يې دده په خوله کي ورکوي او هغه يې زبيښي .
دا يو بې انتها قبيح او بد فعل دئ په شريعت کښي ددې هيڅ ګنجايش نسته ، نه وداسي کار ته  انسانيت اجازه ورکوي او نه يو شريف او بااحساسه نر يا ښځه ددې ارتکاب کولاۍ سي ، دا ډول بې حيا حرکتونه د نري حيوانيت ، نوي تعليم او ټيلي ويژن ايجادات دي چي له دې څخه ځان ساتل ضروري دي  . 

اتفق الفقهاء علي انه يجوز للزوج مس فرج زوجته .
قال ابن عابدين : سأل ابويوسف اباحنيفة عن الرجل يمس فرج فرج امرءتهوهي تمس فرجه ليتحرک عليها هل تري بذالک بأسا قال لا ، ورجو ان يعظم الاجر .
وقال الخطاب : قدروي عن مالک انه قال لابأس ان ينظر  في حال الجماع  وزاد  في رواية ویلحس بلسانه  وهومبالغة في الاباحة  وليس کذالک علي ظاهره .
وقال الفناني من الشافعية : يجوز للزوج کل تمتع منه بماسوی حلقة دبرهاولوبمص بظرها .
وصرح الحنابلة بجواز تقبيل الفرج قبل الجماع ، وکراهته بعده .
(موسوعة کویتیة ج۳۲ص۹۱)  .

والسلام ومن الله التوفیق