دامام صاحب ژوند نومي کتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43795
سيدکريم الله (سعادت )
دخبریدو نیټه : 2011-04-29

دادايراني ليکوال محمدحسين بردليکل سوي کتاب (زندګاني امام ابوحنيفه)نوم دى چي په دې وروستيوکي ځوان ليکوال اوژورناليسټ محمدابراهيم (سپېڅلي )دامام صاحب ژوندترنامه لاندي په روانه پښتوژباړلى دى .
کتاب ١١٠مخه لري چي په ښايسته پښتۍدکندهارداطلاعاتواوکلتوررياست لخواچاپ سوى دى .
پريادژباړل سوي کتاب باندي دليکول اوژباړن پرخبروسربېره دکندهارتکړه ليکوالانولکه استادعبدالمالک (همت) استادعبدالاحد(نهضتمل ) اودکندهارداطلاعاتواوکلتوررئيس عبدالقديم پتيال سريزي اوياداښتونه ليکلي دي .
پاته دي نه وي چي تردې وړاندي دمحمدابراهيم (سپېڅلي) دوه ليکل سوي کتابونه ( چوپ سه چاته مه وايه ) او( دپېغلي زړه ) چاپ اوخپاره سوي ووچي يويې سياسي کالمونه اوبل يې نثري ټوټي دي .