ګرانو لوستونکو!
داستاد په اړوند خپله لیکنه یو څه اوږدوم هیله ده چې په تاسو ونه غمیږي .
همدا اوس په جرمني کې د غرمې دولس بجې شوې زموږ غرمنۍ دمه (تفریح) پیل شوه خوماد تفریح کولواو ډوډۍ خوړلو په ځای خپل لپ ټاپ په داسې حال کې راواخیست چې نا څاپي مې سترګو ته ګران استاد اولمیر
ودرېد خوږې او ملي سندرې یې یوه یوه زماپه ذهن راخورې شوې له ځان سره مې وویل دمې په لمړیوکې خو موږ هرکال داستاد تلینونه لمانځل دا سږ کال ولې متوجه نه شوو؟
له واره مې ټولې افغان ویبپاڼې له نظره تېرې کړې خوزموږ دګران اومظلوم استادیاد هیڅچانه و پکې کړی .
مبایل تیلیفون مې راواخیست لمړی مې له استاد ګلزمان سره اړیکه ونیوه له ستړې مه شې څخه وروسته مې ورته وویل چې استاذه د استاد اولمیر اته ویشتم تلین دی تاسو کوم څه په نظر کې نه لرئ؟
استادوویل :
زه خوبېګا شپه په خوست کې دچنارګل مشاعرې ته را بلل شوی یم چې کابل ته ولاړ شم غم به یې وخورم .
ما ورته وویل :
صبر چې زه داطلاعات اوکولتورله معین ښاغلي غلام نبي فراهي سره اړیکه ونیسم چې هغه څه وايي .
فراهي صاحب ته مې تیلیفون وکړکور یې آباد په ورین تندي یې زما هیله ومنله او وعده یې راکړه چې ستا له تیلیفون څخه وروسته به فورأ زرین انځورته هدایت ورکړم چې داستاد اولمیر لپاره همدانن خپرونه ترتیب کړي که نن نورمهم څه ونوسبا به خامخا داستاداولمیر یادکوواو پخپله به هم داستاد اولمیر قبر ته ګلان وروړم .
له فراهي صاحب سره مې په مننه خدای په اماني وکړه اودریم تیلیفون مې بیاهم استاد ګلزمان ته وروکړ هغه ته مې ډاډ ورکړ چې کار جوړ شو ته ځان کابل ته ورسوه او هلته به په ګډه داستاد اولمیر لمانځنه وکړئ .
استاد ګلزمان ډېر زیات خوښ شو خبرې مو را لنډې کړې وېل ما ته څه امر خدمت؟
ما وېل :
استاذه ګله دعا راته کوه .
استاد دومره ووېل چې الله پاک دې ګل ګلزار لره .
ما وېل:
امین .
څلورم تیلیفون مې دآزادي رادیوته وکړ هغوی وویل چې زموږ کولتوري پروګرامونه له کابل څخه تنظیمیږي موږ به ستاسو خبراوغوښتنه ور ورسوو.
پنځم تیلیفون مې دبي بي سي رادیوته وکړ دسپین تڼي دې کور آبادوي دکابل مسؤلین یې په یوه دقیقه کې را سره وصل کړل سبا به له خیره سره دپیلوزې په پروګرام کې داستاد اولمیر یاد وکړو.
وروستي تیلیفونونه مې خپلوملګرو ته وکړل هغوی څوک په کارکې وو څوک پیدا شول فیصله مو په دې وکړه چې همدا نن دماښام په اوو بجو دیو لنډه کي ماښامي په طرځ کې دګران استاد یاد وکړو.
خوږو هیواد والو!
باورمو وشه که زه په نننۍ دایوناڅاپي یوساعته سازماندهي کې پاته راغلی وای اوفراهي صاحب ډاډ نه وای راکړی نو سخت به خوابدی شوی وم خو له نېکه مرغه خبرو سور ونیو روحأ ارام او تبه مې برابره شوه .
له حوصلې، مینې او اخلاص څخه مو مننه کوم .
دپښتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بښلي استاد اولمير ژوندليك
زوكړه :
استاداولمير په۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده.
زده كړه :
هغه لمړنۍ زده كړې ترڅلورمه اونورې زده كړې يې ترلسم ټولګي پورې دپېښورپه(فريتر)نومي ښوونځي كې كړې دي .
هنرى ژوند يې :
هغه ماشوم و چې موريې مړه شوه دميرې لاس ته كښېناست، دګردون له ناخوالوسـره آن لاله هغه وخته لاس او ګرېوان و هغه به دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زمزمه كولوتېرولې .
په لس كلنۍ كې يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كې وځغلېده ځكه خو استادي ته هم پكې ورسـېد.
په موسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده.
استاد چې كله د موسيقي نازنين ټال ته ور پورته شو په دې وخت كې يې پلاروفات اودژوندڅپې يې لا پسې طوفاني شـوې بیا استاد له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته یې تره خپله لور هم ورته كوزده كړه .
تره يې دموسيقي مخالف نه و ځكه خو يې بياله سبزعلي سره شاګرد كړخودا يې ورته وېلي و چې په راديوكې به سندرې نه بولې .
سبزعلي له استاد سره ډېرې خوارۍ وکړې هغه یې ډېرښه وروزه دسندرومينه وال يې ډېر زيات شول په لاهوركې يې يو ډيرپه زړه پورې كنسرت وركړپه دې کنسرت کې استاداولمیردومره ښه وځلېدچې دکنسرت په جریان کې پخپله استاد سبزعلي ورڅخه غوښتنه وکړه څو ورسره جـوړه سـندره وبولي استاد اولمیر هم ګرم راغلی و غبرګه سندره یې ورسره وكړه اونېغ په نېغه دپيښورله راديوڅخه خلګوداسندره واوريده دهغې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې)تره يې چې خبرشونو استاد اولمیر یې له خپل کور څخه وشاړه .
استاد اولمیر له خپل استاد څخه هم خفه شوخوبيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره شاګرد اولاپسې پياوړى شو.
استاد اولمیر په۱۳۲۹ كال كي د۱۷كلو په عمر دكوزې پښتونخواله ملــكانوسره دګران افغانستان د استقلال جــشن لمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپېژندل شو.
په كابل كې يې له ملنګ جان سره پېژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنـګ جان په افغانستان راډيوكي كاركاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند.
هلت يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.
له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لا پخه شوه بيا دوى دواړو ته یوشمېر پښـتو دښمنوعناصرو په راديـوكې يولړ ستونځې پيدا كړې اوله راديوڅخه يې وشړل خويوڅه وخت وروسته بیا داستادنبـي ګل په مرسته استاداولميربيا هم راديوته ور پرېښودل شو.
هلته یې له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي .
هغه لا استادي ته نه و رسېدلى خو خلګو به په ډېره مينه ورته استاد وېلې .
په۱۳۵۰لمريز كال كې د راديوافغانســـتان درياســت په رسمي غوښتنه اوداطلاعات اوكلتوروزارت دمسلكي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو.
هغه ډيرخاكساره سړى او په غږ كې يې ځانګړى اثر پروت و.
له بده مرغه په ۱۳۵۹ کال کې زموږ ګران استاداولمير په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي اود۱۳۶۱كال دغويي دمياشتې په ۱۴نېټه له موږ څخه وكوچېد استاد د شاه شهيد په حـديره كې خــاورو ته وسپارل شو.
داستاد روح دې ښــاد او ټولوخواخوږو ته دې الله پاک اجر او بری ورکړي
يادونــــــــــــــــــــــــــــــه :
موږ تر خپله وسه وسه دګران استاداولمیر یاد کړی هر کال مو دهغه تلینونه لمانځلي زموږ دپرله پسې لمانځنو په سبب په ځانګړې ډول په نړیوالو رادیو ګانو کې زموږ دهڅو له مخې نه یوازې داستاد قبر وموندل شوبلکې زموږ افغانې خور ملالۍ جویا پخپل لګښت داستاد قبر جوړ کړ چې موږ ورڅخه مننه کوو.