د صداقت خپرندويه ټولني نوي چاپ سوي کتابونه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43941
محمد عمر
دخبریدو نیټه : 2011-05-06

حديث پېژندنه
حديث پېژندنه د مولوي سيدمحبوب شاه ساجد تاليف دئ، چي پر سپين کاغذاو ډبله وقايه، په کندهار کي د صداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ سوى دئ .
دا  کتاب چي ٣٢٠ صفحې لري، موضوع ئې دحديثو پېژندنه ده . حديث چي ديني مذهبي ، تاريخي ، ټولنيز او اخلاقي اهميت لري نو لازمه ده، چي په پښتو ژبه کي ئې دپېژندني لپاره کره او موثق معلومات ولرو.
 کتاب معياري او د درسي ميتود مطابق ليکل سوي دئ، چي دهيواد په ټولو پوهنتنونو کي دديني مضامينو د محصلينو لپاره يو ښه همکار کېداى سي. ليکوال د کتاب په ليکلو کي زيار ايستلى دئ، چي کتاب په ډېره ساده او روانه ژبه وليکي او د کتاب په ليکلو کي ئې د ډېرو معتبرو مراجعو او ماخذونو څخه استفاده کړې ده.

 

حديث پېژندنه

 

پښتو متلونه :

پښتو متلونه د محمد دين ژواک اثر دئ،   چي لومړى پلا  په ١٣٣٤لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سو او دوهمه پلا  د نورو زياتونو سره په   ١٣٤٤ لمريز کال کي بيا د يادي ټولني له خوا سوى دئ او د ا دئ اوس د درېيمي پلا  له پاره  د صداقت خپرندويه ټولني له خوا بيا چاپ سوى دئ.

 

پښتو متلونه 

د ږيري مسئله:  

د ږيري پرېښوول د اسلام د اساسي شعايرو څخه ده او هم د يو مسلمان لپاره ئې پرېښودل واجب ده،ځکه چي  يو مسلمان حتماً بايد د رسول الله (ص) په مينه اومحبت سمبال وي ، لکه څرنګه چي رسول الله (ص)  فرمايي:

"په تاسي کي څوک تر هغو پوري کامل مؤمن نه سي کېداى تر څو،  چي زه ورته تر مور ، پلار او ټولو خلکو محبوب نه سم".

نو که چيري يو مسلمان د رسول الله (ص)  پر شکل او صورت باندي ځان جوړ نه کړي، نو هغه محبت نه دئ، بلکي د هغه په ايمان کي به نقص وي ، دا چي په زياتو خلکو کي بېخي دا احساس نه وو، نو ددغه موضوع د روښانه کولو په موخه  مو د مولانا محمد يوسف شهيد په اردو ژبه کي يو کوچنۍ رساله لاس ته راوړه. خو دا چي په اردو ژبه ليکل سوې وه،  نو  د دې رسالې د ارزښت  د درلودلو په موخه ،  مولوي امير محمد طيب و پښتو ژبي ته  و ژباړله ، چي  دا دئ اوس دصداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ او بازار ته راو وتله. 

 

د ږيري مسله