دموردنړيوالۍ ورځې په وياړدمبارکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43985
زرلښت حفیظ
دخبریدو نیټه : 2011-05-08


 
قدرمنولوستونکو:-موراوپلارزمونږپه ژوندکې هغه مهم شخصيتونه دي چې په هرهيواداوهرکلچراودژوندپه هرډګرکې شتون يې ډيراهميت ،عزت، اوقدر لري  سره لدې چې زمونږ په مقدس دين کې والدينوته دخدمت اواحترام کولوخاص سپارښتنه شوې دی خودمورحق ترپلارهم مقدم ګڼل شوې ده چې دا نظر دنړۍ په هرهيواد کې موجود ده مورته په درنه سترګه کتل کيږي دموردکاليزې اودموردنړيوالې ورځې په وياړځانګړي پروګرامونه ،دعوتونه،کنسرتونه نيول کيږي اوميندوته سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ ورکول کيږي زمونږ په هيواد کې دمورورځ رسمي نمانځل کيږي خوکورنيو کې دومره نه چې افغانې کليوالې ميندې هم پوشي چې مورهم په ټولنه کې ډيرعزت ، قدراواهميت لري مورډيرسپيڅلې اومهربان موجوده ده متاسفانه دجنګ په دريو لسيزوکې زمونږميندې ډيرې ودرديدې سره له دی چې دلوږې،ناداري،فقر،بی کوري ،بدبختيو کې ډيرسخت وختونه يې تيرې کړي دخپل دبچيانو په ګولو او بمونو،راکټونوکې ټوټه، ټوټه زخمي په وينو سر ه جسدونه اوخپل دبچيانو دناڅاپي مرګونو اوجنازو شاهدان وه خوددې ټولو بدبختيوسره بيا هم افغانه ښځه زړوره، حوصيله منده ، دډيرعالي مورال لرونکې شخصيتې په توګه خپل دميړانۍسترنقش دکورپه انتظام،دسپلين، دماشوم په روزنه کې او دټولنۍ په جوړولو اوبلخصوص د يوې دايمې سولې  ارمان ته درسيدو په موخه دخپل نارينه ورونو سره دهيواد په خدمت کې  پوره پوره ونډې اخيستې دي که دکور چاپيرال کې موفکرکړی وې هغه مور چې خپل اولاد يې دلاسه ورکړې وي دټولو نه پټ يواځې اوښکې تويوي دا دروند غم په يواځې توب کې تيروي مګرخپل ژور خفګان د کوردنوروغړو مخکې نه څرګندوي تر څو دنورد خپګان  سبب  ونه ګرځي


که د پخوا زمانوتاريخ  ته هم نظر واچو زمونږ داسلام په مقدس دين کې هم دښځوونده برجسته وه دمثال په توکه اولين چاچې داسلام په تګ لاره کې علاقه اودزړه هيله يې ښود لې وه هغه  ښځه حضرت بی بی خديجه وه چې داسلام په مقدس دين يې ايمان راوړهغه چاچې په اسلام کې دلمړې ځل دپاره يې دشهادت جام نوش کړه هغه هم دحضرت ياسر رضي الله عنه ښځه اود عماررضي الله عنه موروه او اولين چا چې دمجاهدينو دزخميانو اونورو ناروغانو تداوي کړيوه هغه هم يوه ښځه وه چې حضرت رفيده رضي الله عنها نوميده او دالله (ج)په کلام کې چې دچاپه حق کې مکمل صورت نازل شويده هغه هم يوه مور وه چې حضرت ام المومنئين عايشه صديقه رضي الله عنها نوميده اودچادپاکوالې په هکله چې الله(ج)خپله تصديق کوي هغه هم همدا مورحضرت ام المومنئين عايشه صديقه رضي الله عنها نوميده اوهغه پيغله چې دالله په حکم سره په معجزه توګه حامله شوه ا و مورشوه هغه هم حضرت بی بی مريم وه چې ديوې رښتينې مومنې په توګه يې هرهغه څه وګالل چې دالله (ج)دخوښی دپوره کولو دپاره حتمي او ضروري و چې الله(ج)ورته دسيدت النسا فی الجنته لقب اورتبه ورکړ نوزه هم پخپل وار سره په هيواد کې دجنګ د ختم اوديوې دايمي سولې راتګ په هيله دخپلو هيواد والو څخه هيله کومه دخپلو خويندو، ميندو او بلاخره دخپل هيواددرنځيدلي خلکواود ناموس ددفاع  په لاره کې دخپلوميندودسولې ارمان اوخپل تاريخي رسالت په پام کې نيولو سره دسوليزژ وند په مخه د يوملي ارمان  د پاره سره د يوالي لاسونه ورکړي اودخپلوميندوارمانو ته چې دسولې راتګ ده هلې خلې وکړي زه ددغی وياړلې و رځې په وياړلمړۍ خپلې ګرانې مورجانۍ اودهيواد ټولوهغه ميندو ته چې که دهيواددننه وي اوکه بهر د زړه له کومۍ نيکې هيلې اومبارکي وړاندې کومه ديوې دايمي سولې دراتګ په هيله خداې (ج)ته لاسونه لپه کومه.

 په درنښت                 
 


       


مورې ورځ دې بختورشه


موردمينې انسانيت يوه ښوونکې


موردټولو بشريت ستره روزونکې


موردژوند دسعادت تمثيلونکې


موردژوند د حقيقت  بيانونکې


*****


مورشهکار ليډران په غيږ کې روزي


مورخوتل قهرمانان په غيږ کې روزي


دا چې خداې ورته دمورمقام ورکړې


مورسپيڅلي جنتيان په غيږ کې روزي


*****


لاس دې پورته کړه دوعا راکړه اې مورې


ژوندکې ستړې يمه ساه راکړه اې مورې


دغمونه ستړې زړه مې ارام غواړي


يتيم مخ ته مې خندا را کړه ای مورې


*****


هر ورځ دې وي ډير ښکلې درته مورې


ما په مينه يې منلې زما مورې


جنتونه دي تابع ستا قدمو ته


خدا ې رسول ته هم اغلې زما مورې


*****


هره شپه دې وي برات ورځ د اختر شه


ته پالونکې دانسان يې منورشه


ددونيا اتلان ستا دغيږ بچي دي


مبارک او ښکلې ورځ د بختورشه