د کلتوري چارو جګپوړو چارواکوته د خطر ږغ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4400
پوهنوال رسول باوري
دخبریدو نیټه : 2005-11-21

 

په تيرو څلورو کالونو کي ستاسو د کار پايلي د هيواد او اولس لپاره نيمګړي او هيواد دښمنه برېښيدلي دي  .  او تاسي اوس د هيواد د خلکو په وړاندي  هغي ټيټي او سرې ليکي ته رسيدلي ياست چي ، که نور همدا ډول پر مخ ولاړشۍ ، په پوره باور به تاسود هغو ناوړو کسانو په لړ کي شميرل کيږۍ چي  چا چي د هيواد کلتوري ميراثونه له منځه وړي ؛ په بهرنيانو يې پلورلي ؛ او په ساتنه کي يې لټي او درغلي کړيده ؛

 

په تيرو کالونو کي په پر له پسې توګه د هيواد له هرې خوا او هرلوري د لرغونو او تاريخي سيمو ، اثارو او تاريخي ودانيو د ورانيدلو ، نړولو ، لوټولو او په خپل سر د سپړلو خبرتياوي ، ابلاغيې ، اعلاميې او پريکړه ليکونه ستاسو د خبرولو په نيت خپاره شول ، خو تر اوسه نه يوازي دا چي کوم ګټور ګام  پورته نه شوۍ ، بلکي د اسي بريښي چي  (( د غلو سره د جوال خوله هم نيول شويده .))

 

د لوګر په خروار سيمه کي خپل سري سپړني ، په ټګۍ او برګۍد شاتپې سيمي پلټني ، د خواجه حسن مېمندي ، خواجه عبدالله انصار ،او ناصر خسرو بلخي د زيارتونو لوټ تالان او په دې ډول نوري  په سلګونوخبرتيا وي خپرې شوي او په دې لړ کي د هيواد تاريخي وياړ (( بست کلا )) د تاريخي سيمي د چور او تالان خبرتيا يې  همدا اوس يوه بله بيلګه ده ، خو د اړوندو لوړپوړو چارواکو غوږونه  دپ او سترګي تړلي دي .

 

د اولس هيله داوه چي تاسود کلتوري چارولوړپوړو چارواکو بايد له يوې خوا د هيواد دارزښتمنو  وياړونو ساتندويان ګرځيدلي وای او له بلي خوا به تاسو  د هيواد د تاريخ او کلتور سره د  تيروپيښو شويو خيانتونو او جنايتونو پوښتنه کړې وای ، خو اوس  ليدل کيږي چي تاسو هم د هغو ۍ پر قدمونو قدمونه ږدۍ  ، دا تاسو ته د خطر ږغ دۍ ؛ که په هيوادنۍاو  افغاني مينه چارو ته پام ونه کړۍ تاسو به هم د هغوۍ په لړ کي شميرل کيږي ، چي ملت او اولس يې تورمخي ګڼي .

 

د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب

پوهنوال رسول باوري

هلند ---- اسن

 

٢٠٠٥ د نوامبر ٢۲ مه