د جنرال رحمت الله ساپي د مړني له کبله د ډاکټر کبير ستوري د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4414

دخبریدو نیټه : 2005-11-22

 

جنرال رحمت الله ساپیپه ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې  د هیواد پیاوړې  افسر جنرال رحمت الله سا پی  په   انګلستان کي په  بې وطنۍ او   پردیسۍ کي له دې فاني دونیا څخه د تل لپاره سترګي پټي کړې .

خدای بخښلی ستر جنرال رحمت الله سا پی د هیواد په بېلابېلو مقامونو کي ښه په زړورتیا خپله دنده سرته رسولې ده . دهیواد د ازادئ په جګړه کي يې غټه ونډه لرله .

 

خدای بخښلي ستر جنرال سا پي په خپل هیواد،  پښتو او پښتونولۍ مین ؤ. په پښتو ژبه يې ارزښتناک کتابونه لیکلي او دپښتو ژبي خدمت ته يې ملا تړلې وه. دده په اثارو کي تر ټولو غوره «مسعود وپیژنئ ؟»  او « د قدرت نمونې »  دي چې ډیر پټ رازونه پکې څرګند شوي دي چي لوستل یې ګټو ر دي .

 د خدای بخښلي ستر جنرال رحمت الله سا پي مړینه پښتون ولس او هیواد ته غټ  تاوان بولم . كورنۍ او خپلوانو ته يې د زړه صبر غواړم اوپه غم کي ورسره ځان شریک ګڼم  ۰ اروا دي يې ښاده وي .

 

ډاکـتر کـبيـر سـتوری

Dr. Kabir Stori

Kiebitzweg 12,     50389 Wesseling, Germany

Tel..0049 2236 83463  Fax: 0049 2236 841930