د My Computer پر Properties ديوه انځور لګول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44143
انجينر سُبحان
دخبریدو نیټه : 2011-05-15

دMy Computer پر  Properties   کېدای سي د يوې مالوماتي تڼۍ  سربېره يوانځور هم ولګوئ.
ددې کار لپاره  لاندي مطلب ته متوجه سئ .
۱)لومړی يو  انځور چي لاندي مشخصات ولري، چمتو کړئ .
• دانځور پراخوالی ۱۸۰  او هسکوالی  يې  بايد ۱۱۵ وي .
• بايد بڼه (فورمټ)  يې bmp وي .
۲) ټاکل سوی انځور بايد د (oemlogo.bmp) په نوم د system32 په پوښۍ کي ذخيره سي .
يادونه : د System32 فولډر د C ډرایو په  Windows پوښۍ کي  موقعيت لري .