دخوست د نوي هوائې ډګر په اړه دولایت دمقام اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44208
عبدالجبارنعیمي
دخبریدو نیټه : 2011-05-17

د ولایت مقام اعلامیه
درنو خوستمېشتو !
تاسو خبر یاست ، چې ستاسو د کالونو ، کالونو د آرمانونو د پوره کېدلو او بار ، بار غوښتنو له امله  ولایتي ادارې پرلپسې هلې ځلې پيل کړې ، چې وکولای شي ، دخوست د آبادۍ او پرمختګ په خاطر د هوایي ډګر لویه او اقتصادي پروژه منظوره او پلي کړي .چې له شک پرته په یوه سیمه کې د هوایي ډګر په جوړېدو سره ستر اقتصادي بدلونونه رامنځته کیږي ، داسې بدلونونه چې د هغې له مخې سوداګري وده کوي ، زیات شمېر خلکو ته په کې د حلالې نفقې د برابرولو په نیت د کار زمینه برابریږي او یاده سیمه په اقتصادي ، کولتوري ،سیاسي ، شعوري او امنیتي لحاظ د بریا لوی پړاوونه طی کوي .
د زون په کچه به زموږ ملي سوداګر او پانګه والو ته دا زمینه برابره شي ، چې د دې هوایي ډګر په جوړېدو به یې تجارتي ستونزې هوارې شي او هغه صادرات چې دا مهال په ناچیز قېمت سره نورو هېوادونو ته ځي او بیا په یوه او بل نوم بهرنیو پرمختللو هېوادونو ته صادریږي ، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به زموږ د دې ولایت څخه په خپل نوم او لوړ نرخ سره صادر شي .
دا چې د زیاتو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېدو ،چې په خوست کې د هوایي ډګر پروژې ټول مراحل په بشپړه توګه بریالي پای ته ورسوو او ترڅنګ یې د لومړنیو اړینو کارونو په خاطر بودجه هم منظوره کړو، واقعاً د خوست د ولس لپاره لویه لاسته راوړنه او پرمختګ دی .
د دې لپاره چې د خوست ولایت شریفو او په بیارغونه مین ولس ته اطمنان  ورکړل شوی وي ، نو وېلای شو، چې دغه پروژه د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او همداشان د تڼیو ولسوالۍ په شاوخوا دولتي  تعین شوي ځمکه کې په داسې حال کې جوړیږي ، چې سم عدالت په پام کې نیول شوی او په اړه یې لازم دقیق مالومات راټول شوي دي .
اوس مو په دې هکله له ټولو شریفو اوسېدونکو څخه هیله او غوښتنه داده ، چې د بې ځایه ګنګوسواو ناسمو تبلیغاتو هېڅ پروا ونه کړي .ځکه چې یو شمېر داسې مامورین شته ، چې خپلو قومونو او ولسونو ته ناسم مالومات ورکوي ، همېش یې هڅه دا وي ، چې په شکل د اشکالو یې وغولوي او په دې کې خپلې شخصي ناچیزه ګټې لاسته راوړي ، خو په دې برخه کې موږ جدي تصمیم نیولی ، ټول هغه کسان چې د همدې لویې ملي ، ولسي پروژې په وړاندې د خنډونو جوړولو کوښښ کوي ، دندې به له لاسه ورکړي او  بې له ځنډه به عدلي او قضایي ارګانونو وسپارل شي .
که هر څوک په دې اړه کوم ناسم مالومات تر لاسه کوي ، نو د هوایي ډګر د پروژې په اړه ځانګړی کمیسیون ټاکل شوی او دغه راز ولایتي ادارې دروازې د همېش لپاره د خپلو ولسونو په وړاندې خلاصې دي ، دوی کولای شي، له موږ سره په آزادانه توګه خپلې ناسمې اندېښنې مطرح کړي .خو بیا هم له خپل ولس څخه غواړوو ، چې په همدې ملي پروژه کې د خپلو ولسي او ملي ګټو په خاطر د همکاریو په کولو کې پوره ونډه واخلي  ، ترڅو د خوست دخلکو په کالونو ، کالونو ارزوګانې او آرمانونه تحقق ومومي او دا ولایت  د پرمختګ ، عزت او لازم سهولت څخه برخمن شي .
په درنښت


د خوست والي
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۷
ورځ :څلورم ( سه شنبه )