ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4438

دخبریدو نیټه : 2005-11-23

 

مرگ له موږ نه دهيواد يو پياوړی او غيرتي صاحب منصب دآبد لپاره جلا کړ !

په زياته خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ  چې خداي بخښلي رحمت الله ساپی دهغه ناروغۍ له کبله چې ور پېښه وه له خپل پلارنی هيواد نه ليري  دمهاجرت  او پردېسۍ  پر بستر په انگليستان کي اجل ته لبيک ووايه .

 انالله وانا اليه راجعون

ارواښادرحمت الله ساپی يو له هغو پوځې صاحب منصبانو څخه ؤ چي تر هر څه ورته خپله پاکه خاوره گرانه وه او په دې لار کښي يې دخپل توان او پوهې په اندازه نه هېريدونکي خدمتونه تر سره کړي دي .

 هغه سربيره پر دغه چې يو غښتلۍ افسر و ليکوال هم و ،هغه نه يوازي دجگړي په ډگر کي دگران افغانستان دځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي څخه په نره دفاع کول بلکي دقلم په ژبه يې هم په افغاني ميړانه دافغان ولس کورني او بهرني دښمنان  او دهغوي تورې دسيسې  يې تل افغان نسل او نړيوالو ته بربنډي کړي دي .

خداي بخښلي جنرال رحمت الله ساپی دمهاجرت په ستونځمنو او له کړاوو نه ډکو شرايطو کي پداسي حال کښي چي سپينږير توب او ورپېښي ناروغۍ  يوه لهظه هم آرام ته نه پريښود، خپل هيواد او هيواد وال يې نه دي هېر کړی ،دهيواددسياسي پوځي حالاتو په اړوند يې تل مطالعه کول او دنړيوالو نشراتو څخه په گټه اخيستلو سره يې دافغان ولس او خاوري ددښمنانو په مقابل کي بي رحمانه او بې امانه قلم وچلاوه . نه ستړۍ او نه هم دزمان دواکدارانوڅخه وډار شو .

ارواښاد جنرال رحمت الله ساپی هغه افغان سرباز و چې راتلونکي نسلونه به يي په کارنامواو  ميړانه وياړي .

روح دې ښاد وي

 

موږ پداسي حال کي چي دنوموړې مړينه دهيواداو ملي افسرانو لپاره لويه ضايع بولو دمرحوم دکورنۍ دټولو غړو ،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځانونه په غم کې شريک بولو ټولو ته دلوي څښتن تعالی له دربار نه دزړه صبر او زغم غوښتنه کوو .

 

ددوستۍ فرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب

 

حبيب الله غمخور