د پوهې تر ښاره، تازه چاپ شوی کتاب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44462
عبدالصمد کامه وال
دخبریدو نیټه : 2011-05-30

 
د پښتو ژبې د يونليکونو په لړۍ کې يوه کړۍ بله هم ډېره شوه، د پوهې تر ښاره د هغه يونليک نوم دی، چې د انجينير محمد هارون هاند د جاپان او مصر هېوادونو خاطرې، زده کړې او تجربې ځان کې رانغاړي.

ياد کتاب په ۱۵۰ مخونو کې د رنګه انځورونو او کلکې پښتۍ سره په ۱۰۰۰ ټوکونو کې د ضمير د تبليغاتو او اعلاناتو کمپنۍ له خوا په ننګرهار کې خپور شوی دی.

يادونې وړ ده، چې يادې کمپنۍ تر دې وړاندې د لږو شپو مېلمه کتاب هم خپور کړی دی.