د خپلي ښځي د شيدو تيرولو حُکم :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44478
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-05-31

فتو ی نمبر(۱۸۱) .
دارالافتآء علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
مستفتي  :  صمیم
هرڅه د مخه خپل د زړه له کومې سلامونه او نیکې هیلی د بینوا ویب سایت ټولو چلوونکو او په تیره بیا ښاغلې عالی جناب نامتو عالم  ابوالفضل صاحب ته وړاندی کوم . وروسته له سلام نه یوه پوښتنه له ماسره ده او دا پوښتنه زما یو ملګری هم را نه کړی ده خو ځواب یی ماته نه راځی له ښاغلی ابوالفضل صاحب نه می دا هیله د ه چی د دی پو ښتنی ځواب به خامخا راکړی.
پوښتنه داده:
که چیرته یو سړی له خپلی ماینې سره د مینې کولو په وخت کی د هغې سینې ( تیان) په خوله کی ونیسی او ویې روی او بیا کله ترینه د شیدو په شان زیړی یا سپینې نری یا ټینګې اوبه را ووځی او د میړه خولې ته یی ورشی په داسی حال کی شریعت څه حکم کوی؟

الجواب وهو الموفق للصواب  :

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم وعلی آله واصحابه اجمعین . 
محترمه ! پدغسي کار کښي نور کوم شرعي تاوان نسته ، د خپلي ښځي شيدې که سړئ تيري کړي ښځه نه باندي حراميږي ، البته خو شيدې تيرول يې حرام کار دئ ؛ ځکه چي د شيرخورۍ تر زمانې چي کوچنئ تير سي چي دوه يا دوه نيم کاله دي نو ودغه کوچني ته لا هم د خپلي مور شيدې رودل روا نه دي ؛ ځکه شيدې د ښځي د بدن يو جزء دئ ، دانسان د بدن يو جزء و نس ته تيرول مطلقا ناروا کار دئ  .

والسلام ومن الله التوفيق