دپاکستاني ژورنالست سلیم شاهین وژل په کلکو ټکو غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44551
قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2011-06-03


په اروپا  کی دحزب اسلامی  افغانستان  دسولی اوسیاسي امورو د جرګګۍ  د مشرتابه هیئت د پاکستانی ژورنالست او د اسیا انلاین  دپاکستان او افغانستان د  سیاسی  شننود مسؤل ، د تښتولو او په ډیره ظالمانه توګه د هغه د وژلو عمل  په کلکه  غندي  او دغه عمل  یو ډیر ستر مجرمانه او غیر انسانی عمل ګڼي . او دخبرو او لیکلو د ازادۍ داظهار د خفه کولو دغه مجرمانه  عمل  د بین المللی نورمونو په خلاف کار ګڼي .

په اروپا کی دحزب اسلامي سیاسي بیرو د مرحوم سلیم شهزاد دکورنۍ ، دهغه د  ملګرو او تر څنګ یی د اسیا آنلاین د خپرونی سره، ددغه  زړه ور، ریښتیا ویونکی او ځوان  سیاسي شنونکی  د وژلو په  اړه خپله   ژوره  همدردي  څرګندوي .

غواړو د پاکستان  واکمنان  د بین المللی ټولنی سره یو ځای  ددغه ظالمانه  وژنی  مسؤل کسان د عدالت میز ته راوړي ،باید ډاګیزه کړو چی  د سلیم شهزاد او تر څنګ  یی د افغان  ژورنالست  هاشمزاده  او نورو مخکښو شهید کړل  شوو ژورنالستانو او خبرنګارانو سره به  عدالت همغه وخت شونی وی چی دهغوی د وژلو مجرمین  په بیړنۍ توګه و نیول شي او دعدالت  منګولو ته وسپارل شي .

همداراز  د افغانستان  د امورو د مسؤلینو څخه هم په کلکه غواړو  چی  د مطبوعاتو ازادۍ ته په درنښت سره د هغو مظلومو خبرنګارانو او سیاسی او ټولنیزو  امورو د شنونکود قاتلینو د عدلی تعقیب په لړ کی جدي ګامونه واخلی  چی دخپلی  مقدسی دندی د اجرا کولو په وخت کی  د ازادۍ د مخنیوی دمجرمینو له اړخه  به  شهادت  رسیدلی دي ،اوددوی څخه په کلکه  غواړو چی په راتلونکی کی د خبرنګارانو د ډآډمن کار کولو له پاره  زمینه برابره کړي .


په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو دکمیسیون مشر