بست کلتوري او ښوونیزه موسسه د افغانستان د سرحدونو؛ قومونو او قبایلو چارو د وزارت په همکارۍ ؛ دکابل په زړه کي د درو هغو لېسو دپاره چي د ناامنویاسرحدي پښتنوسیمو زدکوونکي پکښي دزدکړو تر څنګ استوګنه کوي ؛ کتبابتونونه جوړوي،
د رحمان بابا، خوشال خان الف او خوشال خان ب درو لېسو د کتابتونونو دپاره په ترتیب سره زر-زر کتابونه چي په مجموع کي درې زره کتابونه کیږي د سرحدونو د وزارت لخوا ورکول کیږي.
څنګه چي په یادو درو لېسو کي تر څلورو زرو زیات ، له کورونو لیري، بې وسه، ممتاز او پښتانه زدکوونکي زدکړي او استوګنه کوي نو په مجموع کي درې زره یا د هرې لېسې دپاره زر کتابونه بسنه نه کوي ، په دې توګه بست کلتوري او ښوونیزه موسسه پر هر بااحساسه افغان ( هغه که لیکوال وي، که د ټولني مشر، که شتمن ، که سوداګر او ... ) پ درنښت ږغ کوي چي د هیواد او پښتنو ددغي راتلونکي ستري سرمایې دپاره تر خپله وسه قرباني ورکړي، د یوه کتاب څخه نېولې بیاتر هر څومره چي یې امکان وي جاریه ثوابونه وګټي.
د همکارۍ او معلوماتو دپاره آدرسونه:
دتلیفون شمېره: ۰۰۹۳۷۸۶۶۴۱۶۴۱
د برېښنالیک پته: Boost.ASA@gmail.com