د وردګو ولایت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې د لیګي بابا خیلو د کلي اوسیدونکی پخوانی څارنوال کشمیر ورور، پخوانی مدیر سید امیر، ډاکتر بهادر مایار، د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون د نشراتو پخوانی مدیر ګلشاه محرابي، حاجي حضرت شاه زرغون محرابي او ملوک محرابي د کاکا زامن.
د خدای بخښلي څارنوال آغامیر د مړینې له کبله چې جنازه یې پخوا پخپله پلرنۍ هدیره کې په وردګو کې خاورو ته سپارل شوې ده دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې د نارینه وو فاتحه د چارشنبه په ورځ چې د ۱۳۹۰ د غبرګولي یا جوزا د میاشتې د ۱۸ نیټې سره برابره ده د څلورمې کارته د شیرشاه سوري د لیسې سره څیرمه جامع جومات کې د ماسپښین د یوې نیمې بجې څخه تر درې نیمو بجو پورې د متوفی د کورنۍ د غړو او د وردګو د مشرانن له لوري اخیستل کیږي دوستان دې خبر وي.
انا لله و انا الیه راجعون
د وردګو کلتوري یون او د وردګو د قومي ټولنیزې شورا مشرتابه پلاوی په داسې حال کې چې متوفی ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي، د متوفی د کورنۍ غړو او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتونکي دي او په دې ویر کې ځان ورسره شریک ګڼي.