دکډوالۍ دنړیوالي ورځي په ویاړ دمشاعرې خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44674
رحمت الله آرینزی
دخبریدو نیټه : 2011-06-09

خبرتیا

لکه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده چي د جون د میاشتي شلمه نېټه د ملګرو ملتونو له خوا د مهاجرو د نړیوالي ورځي په حیث پېژندل سوې، ټوله نړۍ خصوصآ مهاجر دغه ورځ په یو ډول خاصو مراسمو سره لمانځي او څرنګه چي دا ورځ یو ځل بیا په غریبو افغان مهاجرو رارسېدونکې ده نو ځکه دا ځل افغان مهاجر غواړي چي دا ورځ په یو ډول خاصو او پرتمینو مراسمو سره ولمانځي.
نو له ټولو مهاجرینو او افغانانو څخه احترامانه هیله کېږي چي زموږ سره په دغه مراسمو کي ګډون وکړي.
غونډه د سهار پر اته بجو پیل او د غرمې تر دوولسو بجو پوري دوام لري چي یو نیم ساعت پکي د شعر په ژبه د افغان مهاجرینو د ستونزو په باب د مشاعرې لپاره ځانګړې سوې.
او پاته دي نه وي چي دا غونډه د بلوچستان ولایت،د نوي سرانانو کیمپ په دوولسم نمبر د افغانانو ښوونځۍ کي لمانځل کېږي.
هغه وروڼه چي د شعر او یا مقالې ویلو هیله لري او یا هم خپل احساسات د برېښنالیک له لاري زموږ سره شریکول غواړي نو له موږ سره په لاندي ادرس اړیکي ټینګي کړۍ:ـ

Khan123_af@yahoo.com   برېښنالیک پته:ـ
تلیفوني شمېرې:ـ ۰۳۰۰۷۰۹۵۲۵۵
۰۳۰۰۳۸۹۳۷۸۲
۰۳۱۳۲۵۱۳۷۰۹
د مشاعرې مسئول:ـ غلام علي نصرت
۰۳۰۲۳۸۰۰۳۹۴

نوټ:ـ له ټولو وطن پالو ژورنالستانو څخه هیله کېږي چي په دغه پروګرام کي ګډون راسره وکړي او زموږ ږغ د نړیوالو تر غوږونو پوري ورسوي

په درنښت:- د افغان کډوالو د آدبي ټولني له اړخه ستاسي کوربه د افغان کډوالو د آدبي ټولني مشر محترم ظاهر پښتون