السلام عليکم ورحمت الله !
بايد ددې خبر تيا له لاري خبر درکول سي چي افغان يونايټد اداري ښوونيز مرکز دخپلوتعليمي پروګرامونودپرمخ بېلولپاره داداري زده کړو پنځمه دوره پيلوي تاسي ته زېرئ درکوو چي په دې وړيا تدريسي پروسه کي د:
1. دعمومي منيجمټ
2. کمپيوتر
3. انګليسي په برخو کي ګډون وکړي
شرايط
· زده کوونکي بايدافغان اوتابعيت تذکره له ځانه سره ولري
· تعليمي سويه يې له يوو لسم ټولګۍ سره برابره وي
· دفيس په توګه نه بلکه دتضمين په توګه ٦٠٠ شپږ سوه افغانۍ داړوند تعليمي مرکز په اکونټ کي جمع ولري
لاندي نزاکتونه بايد پام کي ونيسي
· داسلامي اوافغاني نواميسو درناوي ته وفاداراوعملاًبايدپلي کوونکي وي
· له هرډول سياسي ، نژادي ، ژبني ، ميليتي او ګوندي فعاليت او تبعيض له لرلو خلاص وي
· دتدريس پرمهال دښه خوئ،نظم ، متقابل احترام او دهمدې تعليمي مر کز داصولو پايئند وي
محروميتونه
دلاندي شرايطو په پوره کولو سره دسرټيفکېټ او دتحويل سوو ٦٠٠ شپږو سووافغانيو داخيستلو مستحق کېداى نه سي که لاندي شرايط پوره نه کړي دا په دې معني ده چي دفراغت سند اويادي پيسې بيرته نه ور کول کېږي
· چي تر درې ورځي پرله پسې زياته غيرحاضري ولري
· چي ټاکلئ تدريسي ساعتيز کريډت پوره نه کړي
· چي په دتعليمي دورې په لړکي دداسي يوکړني لامل وګرځي چي په سبب يې له تعليمي مر کز څخه داړوند تعليمي مر کز دادارې له لوري خارج سي
پته :کندهار هرات بازار انصاري تجارتي مرکز ٢٠٥ کور افغان يو نايټد اداري ښوونيز مر کز