د لوی او بخښونکي څښتن په نامه
د بلجيم په انتورپن ښار کې ښاغلی ماسټر علی حيدر د september په 24 مه يو په زړه پورې او نه هېريدونکی کنسرت اجرا کړ ٠
د ټنګ ټکور برخه د ماښام په 21:00 د ښاغلی مطيع الله روفی چه له جرمنی هېواد څخه راغلی وو ميلمنو ته په ښه راغلاست ويلو سره پيل شوه، ښاغلی مطيع الله روفی علی حيدر صاحب له دريځ ته د راتلو بلنه ورکړه او ټولو مينه والو د ماسټر صاحب په احترام پر خپلو، خپلو ځايونو ودريدل، ميلمنو په ولولو او چک چکو ماسټر صاحب دريځه پورې بدرګه کوله ٠
ماسټر صاحب په سر کې ناستو ميلمنو ته ښه راغلاست ویل ، او ځانګړی مننه يې له ځوان او په پښتو مين ميرباز شیرزاد څخه وکړه چې د دغه سنديز ماښام نوښتګر وو ٠
که څه هم چه يوه ورځ مخکې په جرمنی هېواد کې علی حيدر صاحب کنسرت وو، خو ناستو ميلمنو سره يې ژمنه وکړه چې تر سهاره پورې به له دوی سره وی او د ټولو فرمايشونه به پوره کوی ٠
هغوميلمنو څخه يې هم مننه وکړه چې د اروپا د مختلفو ښارونو ( جرمنی،هالند،ډنمارک ٠٠٠٠٠) څخه راغلی وول ٠
ماسټر صاحب تر 04:00 بجی د سهار مينه والو په مستو سندرو ونازول ، او ځوانانو د اتڼونو په کولو ماښام نور هم رنګين کړ ٠
د څو بلجيم ميشتو ځوانانو په مېړانه هر څه په سمه او بې له کومې ستونزې پر مخ تلل، او دا يې ميلمنو ته وښودله چې د ځوانانو په زړونو کې خپلو مشرانو، کشرانو او ميلمنو ته څومره احترام شته دی ، او د نظم د ساتلو لپاره تر اخره په پښتني مېړانه او محبت ولاړ وول٠
کنسرت د جاوید احمدزی پر دغو خبرو پای ته ورسید ٠
(د ټولو نه مخکې زه تاسو ميلمنو او په ځانګړی توګه د هېواد تګړه خوږ غاړی، خوږ ژبی ، سندرغاړی ښاغلی ماسټر علی حیدر ته ښه راغلاست وایم ، خدای مو هر کله راوله زمونږ د بلجيم ميشتو افغانانو دروازې تل ستاسو پر مخ خلاصی دي٠ په دې هېله چې دا نننۍ ماښام زمونږ په ذهنونو کې يو تل پاتې او نه هېريدونکی ماښام وګرځي له تاسو څخه هېله کوم چې علی حيدرصاحب په خپلو چک چکو او اتڼونو ونازوی، تر څو بيا، بيا راشی او بلجيم کې داسې کنسرتونه ورکړی ، او نړيوالو ته دا پته ولکیږی چې پښتانه یواځې د جنګ او د تورې مېړنی نه بلکه د فرهنګ، کلتور ، تهذيب مېړنی هم دي ، او اوس پوهيږی چې هغه څوک د دوو په ژبه سندری وایی څنګه يې ونازوی او څنګه يې ولمانځي ٠ )
تصویرونه وروسته پر دغه پته خپريږی www.accantwerp.webs.com
په پښتني مينه او ادب
له بلجيم څخه