دغمشريکۍ اوډاډگېرنې پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 44962
حبيب اله غمخور
دخبریدو نیټه : 2011-09-27


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه  اوروزگان ملي مهالنۍ خپروني  اداره !    

په زياته خواشینی موخبر تر لاسه کړ چي په دسويډن  دمالموپه ښارکي ميشت ليکوال ،فرهنگپال الحاج محمداقا شيرزادمور،دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې غړي ميوند شيرزاداو دځوان  شاعراوفرهنگي څېرې  دروزگان ملي مهالنۍخپرونې همکار اوتخنيکي مسول  ښاغلي هيوادشيرزاد،ځوان شاعر هلمندشيرزاد پتمني انا  دورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله  له خپلو دوستانواوخپلوانونه دابدی ژوند په لوررخصت واخيست  .

اناالله و انا اليه راجعون

موږ پداسي حال کښي چي دښاغلي حاجی محمد اقا شيرزاد دمحترمې مور مړينه دده اوددوي دټولي درنې  کورنۍ لپاره ستره ضايع بولو،ځانونه دښاغلي حاجي  محمد اقاشيرزاد دکورنۍ اوټولو اړوندانو سره پدې لوي  اودردونکي غم کښي شريک بولو. دلوي څښتن  له دربارنه مرحومې ته دپردوس جنت غوښتنه اوپاتې دوستانوته ئې   دزړه صبر غواړو. روح دې ښادوي .

پدې هيله چي بيائي دکورنۍ دکاله دړه دداسي غم پيغام رسونکی ورونه ټکوي چي دائې پرې هيرسي .

په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان  ملي مهالنۍ خپرونې ادارې دمشرتابه  په استازيتوب