په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې دغم شریکي اوتسلیت پیغام
په ډېره خواشیني سره مونن یو بل دردوونکی خبر تر لاس کړ، چې دګران او فرهنګپال، درانه او عزتمن لیکوال حاجي صاحب محمداقا شيرزادګرانه مور، دميوند شيرزاد، په موږ ګران او منلي فرهنګي او فرهنګپال ځوان خوږ ژبي اوباحوصلې شاعر ښاغلي هيوادشيرزاد، زموږ ځوان اوتکړه شاعر هلمند شيرزادپتمنې اناد ورپېښې ناروغي له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
انآلله و انا اليه راجعون
موږ ټول په دې درانه غم اودردوونکو شېبوکې کې د شیرزاد صاحب له درنې کورنۍ سره ځانونه خورا دردمن اوغمجن بولو.
موږ دعزتمن شیرزاد صاحب درنې کورنۍ او ټولوخپلوانوته جمیل صبر اوخدای بښلې بي بي ته دفردوس جنت سوالونه کوو.
دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب