په مورنۍ ژبه (پښتو) دزده کړې برابرول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4521

دخبریدو نیټه : 2005-11-27

 

درنو لیکوالو ،فرهنګیانو او دنظرخاوندانو ! په کابل ښارکې زده کونکو ته په مورنۍ ژبه (پښتو) دزده کړې برابرول یوه ستره اړتیا او جدي ستونزه ده، موږ له تا سې ټولو څخه په درنښت هیله کوو چې دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړۍ .
مونږ غواړو چې ددې کار لپاره یو پراخ مطبوعاتي کمپاین وکړو خو ددې لپاره چې دا یو ټولنیز حرکت او عمومي اړتیا ده نو هیله ده چې خپلې لیکنې دلاندې عمومي حقیقتونو او پالیسۍ له مخې تر تیب او په بیلابیلو خپرونو (ورځپاڼو ، مجلو ، او ویب پاڼو ) کې خپرې کړﺉ لیکنې باید په عمومي ډول داسې و ي چې :
ستونزه مطرح کړي ،
دحل اړتیا یې وڅیړي ،
عملي ، اسانې او ګټورې حل لارې ورته وړاندیز کړي.

په دې اړه نور مهم مالومات او ليکني په ځانګړې برخه کي ځای شوي دي دا ځای کښېکاږی او ويې لولی