په افغانستان کي د ډیموکراسۍ بهير ، کتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45290
وفا
دخبریدو نیټه : 2011-10-13


د ښاغلي غرزي خواخوږی د ليکنو ټولګه چاپ سوه!
(په افغانستان کي د ډیموکراسۍ بهير) د ښاغلي غرزي خواخوږی يوولسم اثر دئ چي دوويشت عنوانه ليکني پکښېکي په ١٨٤ مخونو کي د زرو ټوکو په شمېر د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني لخوا چاپ سوئ دئ .
څنګه چي ښاغلى  غرزى خواخوږى يو باخبره، دقيق او زړور سياستوال او سياستپوه دئ، په دغو ليکنو کي يې هم خورا جالب موضوعات په خورا زړورتيا او ژورتيا څېړلي، ښه توضيحات، ښې تبصرې، ښه وړانديزونه او ډېر پټ رازونه يې وړاندي کړي.
 
د ښاغلي خواخوږی د ليکنو په دغه ټولګه کي د هيواد د روانو حالاتو، تېر تاريخ، راتلونکي او نورو موضوعاتو تر څنګ پخپله د ليکوال دريځ هم مطالعه کېدلاى سي چي تر ډېره د يوه زړور نقاد دريځ دئ، په افغاني ټولنه کي چي دا مهال د ولس چوپتيا او بې خبري ددې سبب سوېده چي ټولي ګټي يې يواځي د بعضي کړيو او اشخاصو په منګولو کي پاته سي او د هيواد سياسي حالات هم د نامعلومو او نا مطلوبو تاريکيو پر لور ځي نو!  ددغسي نقادانو موجوديت خورا مهم او ګټور دئ او لوستې يا مسووله طبقه د هيواد د ملي ګټو د ملاتړو نقادانو ملاتړې ده او له همدې ارزښته د ښاغلي غرزي د مقالو دا ټولګه د ټولو په بيابيا لوستلو ارزي او له نيکه مرغه په انګلېسي ژبه هم ترجمه سوېده، چي پښتو چاپ يې اوس د لوستونکو دپاره چمتو او تر پلورنځايونو رسېدلې ده.
"ملګرى"

د صدارت څلور لاره، د علامه حبيبي کتاب لوی پلورنځي، د ګرځند شمير ٠٧۰٠٢٨٩٥٧٧