دخواشینۍ خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45455
عبدالرحمن الفت( محمودي)
دخبریدو نیټه : 2011-10-23


ګرانو ورونو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې  د نا معلومو ټوپکیانو  له خوا د چپرهار د درې یو تاند ، څپاند ، علمي او ټولنیزه څیره  ذبیح الله (( بزګر)) د شهادت لوړ مقام ته ورسید  او د تل لپاره یی ددې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړی ، روح دې ښاد وي او یاد دې د تل لپاره پا تې وي . انا لله وانا الیه راجعون. 

ذبیح الله بزګر د معلم صیب ولایت خان ځوی د غوراباد د قری اوسیدونکی وو، تر لیسانس پورې زده کړي کړی وي د عمر ډیره برخه یی په زدکړو تیره کړې وه ، اوس مهال د ننګرهار په ولایت کی د روشن مخابراتی  شرکت  سره  په دنده بوخت وه .
 
د چپرهار د دری ټول با درده او مجاهد خلک  په ځانګړې تو ګه د چپرهار د ولسوالۍ د محصلینو علمي او پرمختیایی ټولنه  د  ذبیح الله بزګر د کورنۍ سره پدې لوی غم کې ځان شریک ګڼي اود لوی څښتن په دربارکې د مرحوم د کورنۍ لپاره د صبرجمیل او اجرعظیم غوښتونکي دي او د ذبیح الله بزګر شهادت یوه ملي او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي.